دوحه کې د طالبانو دفتر: میدان وردګ کې د سويډن کمېټې کلینيکونو سره ستونزه نه‌لرو

په دوحه کې د طالب مشرانو سیمه ییز دفتر

که څه هم په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي، په ميدان وردګ کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې روغتيايي کلینيکونو ته د دوى له‌خوا کوم خطر نه‌دى پېښ، خو دغه کمېټه وايي، تر پرون ماښام پورې يې کلینيکونه لا هم تړلي پاتې وو.

سهيل شاهين پرون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې دغو کلینيکونو ته د دوى له‌خوا کوم مشکل نه‌دى پېښ.

خو د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د پروګرامونو د برخې مسوول ډاکټر خالد فهيم پرون ماښام ازادي راډيو ته وويل، د دوى کلینيکونو تر پرون ناوخته پورې فعاليت نه درلود:"تر پرون مازيګره پورې دغو ٤٢ کلینيکونو د صحي خدماتو د وړاندې کولو کوم فعاليت نه درلود. په اوسط ډول د ورځې ٥٧٠٠ ناروغان له صحي خدماتو محرومېږي. په هغوى کې ميندې او ماشومان هم شامل دي. که دا وضعيت دوام وکړي، کېداى شي د ناروغانو مړينه زياته شي."

ښاغلى فهيم وايي، د دوى تر ٣٥٠ زيات روغتيايي کارکوونکي اوس په ميدان وردګ کې د پخوا په څېر صحي خدمات نه وړاندې کوي.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل هيله ښوولې چې په ميدان وردګ کې به وسله‌وال طالبان د دوى د روغتيايي کلنيکونو فعاليت ته بېرته اجازه ورکړي.

د ميدان وردګ د ولايتي شورا يوه غړي شريف الله هوتک ازادي راډيو ته ويلي، چې دغه کلینيکونه تېره سې شنبه تړل شوي دي.

دغه ٤٢ کلنيکونه چې په بېلابېلو ولسواليو کې دي او د افغانستان لپاره سويډن کمېټه يې ملاتړ کوي، وروسته له هغې تړل کېږي چې په دای‌ميرداد ولسوالۍ کې پر يوه کلینيک د چنګاښ/سرطان پر ١٨مه حمله وشوه.

د ميدان وردګ ولايت چارواکو ويلي وو په هغه حمله کې د څلورو وژل شويو کسانو په منځ کې د طالبانو روغتيايي مسوول و.

ارشیف، یو ډاکټر په یوه کلینیک کې یوه ناروغ ماشوم معاینه کوي

خو د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ تېره جمعه (د چنګاښ ٢١مه) د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کې د څلورو ملکيانو په وژنې تورن کړل.

دغې ادارې له حکومته غوښتنه وکړه چې په ميدان وردګ کې د تېرې اوونۍ حمله ژر تر ژره وڅېړي.

تردې مخکې د وسله‌والو طالبانو يوه وياند ويلي وو، دغه روغتيايي کلینيکونه دوى تړلي دي.

ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي، دغه کلینيکونه يې ځکه تړلي چې هغو ملاتړې ادارې يعنې د سويډن کمېټې په دای‌مېرداد ولسوالۍ کې د وروستيو عملياتو په اړه کوم عکس العمل نه دى ښوولى.

په ميدان وردګ کې ځايي اوسېدونکي وايي، د کلنيکونو تړل کېدو، عمدتاً دوى ته ستونزه پېښه کړې ده.