د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

ولایتي شورا: میدان وردګ کې وسله‌والو طالبانو ټول روغتیايي مرکزونه تړلي


ارشیف،پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف،پکتیا کې وسله وال طالبان

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي وسله‌والو طالبانو ټول روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت ټولو روغتیايي کارکوونکو ته د مرګ ګواښ کړی چې له امله‌يې روغتیايي کارونکو د ځانونو د خوندي‌توب په هدف د وسله‌والو طالبانو له ګواښ سره سم ټول روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت روغتیايي مسؤلین هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د وسله‌والو طالبانو د ګواښ له امله يې روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پرمخ تړلي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې وسله‌والو طالبانو روغتیايي کارونکو ته ګواښونه کړي چې روغتیايي مرکز وتړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG