افغان حکومت وايي، سولې ته د رسېدو په هدف د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده

په‌داسې حال کې چې په نږدې راتلونکې کې به چین د افغان سولې په اړه د امریکا او د سیمې د هېوادونو د یوې غونډې کوربه وي، افغان حکومت د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو اجماع مهمه بولي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون که څه هم په چین کې د دغه جوړېدونکي غونډې په اړه څه نه وايي، خو د سیمې په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو د افغانستان د سولې په پروسه کې د رښتینې مرستې هیله لري.

دی زیاتوي: "د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو ملاتړ او اجماع ډېره اړینه ده، نو هر فرصت چې رامنځته کېږي، موږ ترې ملاتړ کوو او هیله مو دا ده چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه د افغانستان د سولې سره رښتیني مرسته وکړي او کوم پرمختګونه چې راغلي دي همدې ته پراختیا ورکړي او ملاتړ ترې وکړي، څو موږ رسمي مذاکراتو او وروسته تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."

څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي و چې څو ورځې وروسته به په چین کې د ایران، پاکستان او یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو له استازو سره کېنې او د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ به يې وهڅوي، خو د دې غونډې په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

ښاغلی خلیل‌زاد اوس مهال په چین کې دی او د راپورونو پراساس په پام کې لري چې د چین او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو هېوادونو له استازو سره هم د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

قطر کې د سولې په اړه غونډه

په همدې حال کې د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم وايي چې په اسیا کې د چین له حضور او اقتصادي پیاوړتیا سترګې نه‌شي پټېدای.

ده وویل، پکار ده چې د افغانستان په مسئله کې د چین په ګډون د نورو سیمه‌ییزو هېوادونو ملاتړهم ترلاسه شي: "په‌دغه زماني فرصت کې چین ته د خلیل‌زاد سفر کول، د چین اعتماد او باور ترلاسه کول او هغوی ته په راتلونکي افغانستان کې نقش ورکول، دا یو لوی قدم دی، هم هیله مند کوونکی دی او هم یو عملي فرصت دی چې ټول اړخونه په‌کې خپل ځان ګوري او د سولې دا اصطلاح په تل‌پاتې سوله بدله شي."

چین هغه هېواد بلل کېږي چې د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولای شي.

د روان لمریز کال د جوزا په ۲۳مه په کابل کې د چین سفیر یو جین سانګ هم د افغانانو ترمنځ د خبرو د کوربه‌توب ژمنه کړې وه.

ښاغلي سانګ د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار حمد الله محب سره په لېدنه کې ژمنه کړې وه چې هېواد به يې د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.