په اندونيزيا کې زلزلې د سونامي توپان خطر پېښ کړی

د تېر کال د زلزلې يوه صحنه

د امريکا د جيولوژيکي سروې اداره وايي، په اندونیزیا کې د رښتر په مقياس ۶،۹ درجې زلزله وشوه.

دغه زلزله د لنډې شېبې لپاره د سونامي توپان د راتلو خطر هم پېښ کړ چې وارخطا خلک مجبوره شول لوړو سيمو ته پناه يوسي.

اندونیزیا د خپل موقعيت له مخې له هغو هېوادونو څخه دى چې په نړۍ کې تر ټولو زيات طبيعي افتونه په‌کې راځي.

زلزلې او سونامي توپانونه په وروستيو کلونو کې د زرګونه کسانو د مړينې سبب شوي دي.

د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې د راپور پر اساس د اندونیزیا د پرونۍ زلزلې مرکز په مولوکا سمندرګي کې ۲۴ کیلومتره ژوره و.

دا سمندرګی د مانادو په ١٨٥ کيلومترۍ کې د سولاویسي او مالکوکو ټاپوګانو ترمنځ پروت دی.