لیبیا: د کډوالو یو مرکز تر برید لاندې راغلی چې ۴۰ کسان په‌کې وژل شوي

ارشیف، د لیبیا ویجاړې سیمې

د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخه‌من د لیبیا حکومت د روغتیا وزارت وايي، طرابلس ته نږدې د کډوالو د توقیف یو مرکز تر یوه هوايي برید لاندې راغلی چې ۴۰ کسان په‌کې وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

د پېښې زیان کډوالو ته رسېدلی.

د لیبیا د روغتیا وزارت ویاند ملک میرست ویلي، برید د کډوالو توقیف ځای باندې چې د طرابلس ګاونډ تاجورا سیمه کې موقعیت لري نن شوی.

د لیبیا طرابلس مېشتی حکومت د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ملېشو ډلو چې خلیفه حفتر یې مشري کوي د دې برید مسؤله بولي.

په طرابلس کې سیمه‌ییزو رسنیو ویلي چې د خلیفه حفتر ملېشو یوه توقیف ځای ته نږدې د ملېشو یو کمپ په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولی.

د لیبیا د ملي پوځ په نوم ملېشه ډلې له اپرېل میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخه‌من لیبیايي حکومت پر ضد جګړه پیل کړه.

د حفتر ځواکونه د لیبیا ډېره ختیځه او جَنوبي برخه کنټرولوي، خو په جون میاشت کې د طرابلس متحده ملېشو د پلازمېنې جَنوب ته په سل کیلومترۍ کې د ګریان ستراتېژیک ښارګوټي په بیا نیولو سره دا ډله تر یوې اندازه په شا کړه.