اردوغان: له روسیې د «اېس ۴۰۰» سیسټم په پېرلو کې هېڅ په شا تګ نه‌دی شوی

د ترکیې او روسیې ولسمشران. February 14, 2019

د ترکیې ولسمشر وایي، له روسیې د هوایي مدافعې د «اېس ۴۰۰» سیسټم معامله عملي کېدو ته نژدې ده.

رجب طیب اردوغان ویلي چې له روسیې د هوایي مدافعې د «اېس ۴۰۰» سیسټم په پېرلو کې هېڅ په شا تګ نه‌دی شوی.

اردوغان پرون د شنبې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې له خپل روسي سیال ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

هغه د خبرو په یوې برخه کې وویل چې اوس د انقرې او مسکو ترمنځ د شوې معاملې د عملي کېدو وخت را رسیدلی: "زموږ ترمنځ همکاري ادامه لري، په تېره بیا د «اېس ۴۰۰» سیسټم د تحویلۍ په برخه کې چې په دوشنبې ښار کې مو هم خبرې پرې وکړې. د موافقې له مخې اوس د لارې نقشه تعقیبوو. دا زموږ لپاره یو لومړیتوب دی چې باید ترسره شي چې په هغه کې په ګډه د توغندیو تولید او د ټکنالوژۍ انتقال هم شامل دي."

د روسیې «اېس ۴۰۰» سیسټم. March 11, 2019

خو واشنګټن د انقرې او مسکو ترمنځ له دغې معاملې ناراضه دی.

د اردوغان او پوتین ترمنځ له کتنې وروسته د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې سره وکتل.

ټرمپ په‌دغه کتنه کې چې ۳۵ دقیقې یې دوام وکړ، اردوغان ته وویل چې له روسیې د هوایي مدافعې «اېس ۴۰۰» توغندي ونه پیري.

ټرمپ ویلي چې دا ښه نه بلکې یوې پیچلې مسئله ده. واشنګټن او انقره دواړه د ناټو غړي دي.

متحدو ایالاتونو له ترکیې غوښتي چې د هوایي مدافعې د «اېس ۴۰۰» سیسټم پرځای دې له امریکا د پاتریویت توغندیو سیسټم وپیري.

واشنګټن دغه راز خبرداری ورکړی چې که ترکیه دغه معامله د جولای تر۳۱مې پورې لغوه نه‌کړي، انقره به د «اېف ۳۵» ډوله نویو جنګي جېټ الوتکو له اخېستو بې برخې شي.

اردوغان ټرمپ ته ویلي چې ستراتیژیک مشارکت یې په ډېرو مواردو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې د ترکیې «سي.اېن.اېن» د اروغان له قوله خبر ورکړی و چې ویلي يې دي، له روسیې ترکیې ته د هوایي مدافعې د «اېس ۴۰۰» سیسټم د لېږد چارې به د جولای د میاشتې په لومړۍ نیمایي کې پیل شي.