ډان د قریشي له خولې: پاکستان د خپل ګاونډي خپلواکۍ ته درناوی کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

یو شمېر نړیوالو رسنیو په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرانس کې د ځینو افغان سیاست‌والو پر ګډون راپورونه او مقالې خپرې کړي دي.

  • ډان

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د افغانستان د سولې دې کنفرانس ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د وینا ځینې برخې راخېستي چې ویلي یې دي، پاکستان، د افغانستان ملاتړ کوي چې خپل ځان سره او خپلو ګاونډیو سره سوله وکړي.

ورځپاڼې د قریشي له خولې لیکلي دي:"موږ د خپل ګاونډي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوو او سوله‌ییز، باثباته، متحد، ډیموکراټ او بریالي افغانستان ته په کلکه ژمن یو."

شاه محمود قریشي زیاته کړې: "موږ متعهد یو چې خپلې دوه اړخېزې اړیکې د نه لاس‌وهنې، دوه اړخېز درناوي او شریکو ګټو د اصولو پر بنسټ جوړې کړو."

  • هېرالډ ورځپاڼه

د هېرالډ ورځپاڼې اسلام اباد ته نژدې د افغانستان د سولې د دې کنفرانس په اړه ویلي، دا کنفرانس د پاکستان د حکومت په ملاتړ د لاهور د سولې څیړنیز مرکز او د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات د انسټیټیوټ په نومونو دوه ادارو جوړ کړی دی.

ورځپاڼه وايي، افغان سیاست‌وال به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

د هېرالډ په وینا، د شنبې په ورځ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني هم اسلام‌اباد ته په دوه ورځني سفر رسېدلی دی.

دا په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ته د قطر د امیر لومړنی سفر دی چې د چارواکو په وینا د پاکستان له صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي سره به وګوري.

هېرالډ وايي، دا روښانه نه‌ده چې په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس دې هېواد ته د قطر د امیر د سفر سره په قصدي توګه په یو وخت تنظیم شوی و او که تصادفي دی.

قطر چې د طالبانو سیاسي دفتر ته یې ځای ورکړی د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه‌توب کوي.

  • الشرق الاوسط

له لندنه خپریدونکي د الشرق الاوسط ورځپاڼې په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه پر دې غونډه په یو خپاره کړي راپور کې ویلي، د شنبې د ورځې په غونډه کې د طالبانو استازو برخه نه درلوده.

د دې ورځپاڼې په وینا د شنبې د ورځې له غونډې وروسته به راتلونکې دوه ورځې کاري ناستې دوام وکړي.

د الشرق الاوسط ورځپاڼې د پاکستان کنفرانس ته په اشارې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او سیاسي مخالفان یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره هم په خبرو بوخت دي، څوک چې د افغان حکومت، سیاسي اپوزسیون او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر پیل ټینګار کوي.