ټرمپ: ایران اوس په یوه اقتصادي ګډوډۍ کې دی، سم دم له دوزخه تیرېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید د امر د بېرته اخېستو تر اعلان یوه ورځ وروسته بیا ګواښ وکړ چې په دغه هېواد نور اقتصادي بندیزونه لګوي.

هغه وویل، ایران اټمي وسلو ته نه پریږدي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره غږېده.

نوموړي وویل:"ایران اوس په یوه اقتصادي ګډوډۍ کې دی. سم دم له دوزخه تیرېږي. بندیزونو سخت وهلي دي. نور بندیزونه به هم پرې ولګول شي. ډېر زیات. دومره زیات چې باور یې هم نه شئ کولای، خو دا یوه ګډوډي ده. هر څه چې زه غواړم هغه د «ایران له‌خوا» اټمي وسلو نه درلودل دي."

ډونالډ ټرمپ ویلي، په ایران به نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د جون په شلمه پنجشنبه ایران اعلان وکړ چې د امریکا یوه بې پيلوټه الوتکه یې په خپل هوايي حریم کې نسکوره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، د ایران د دې کار په ځواب کې یې پر ایراني اهدافو د برید امر کړی و، خو له ده چې ورته وویل شول په برید کې به یو نیم سل کسان مري بېرته یې خپل امر واخېست.

هغه د شنبې په ورځ بیا هم ګواښ وکړ چې پوځي اقدام یو امکان دی: "دا تل یو امکان دی، څو چې موږ دا «لانجه» نه‌وي هواره کړي. هو موږ په هغې سیمه کې فوق العاده قوي پوځیان لرو. دا «پوځي اقدام» تل د میز پر سر شته تر څو چې دا «لانجه» هواره شي."

ټرمپ زیاته کړه، که ایراني مشران بد چلند وکړي ډېره به ورته بده تمامه شي.

د ده د ده په خبره که ایراني مشران "حماقت" ونه‌کړي او سم شي ایران به بېرته په ښه اقتصادي چوکاټ برابر کړي، څو ملت يې شتمن او سوکاله شي.

ایران په خپل دریځ کلک ولاړ دی او وايي، که برید پرې وشو "تاریخي ځواب" به ورکړي.

دا خبره پرون شنبه د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند، ابوالفضل شکارچي، د سپاه پاسدران انقلاب سره تړلي خبري اژانس تسنیم ته کړې ده.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند، ابوالفضل شکارچي

نوموړي ویلي: "د دښمن په ځانګړي توګه د امریکا او د سیمه‌ییز متحدانو له خوا به یې پوځي تېروتنه، د باروتو پر هغه انبار ډز کولو ته ورته چې د امریکا ګټې پر بار وي."

د شکارچي په وینا، دا به ټولې سیمې ته هم اور ورته کړي او د امریکا او متحدانو ګټې به یې هم په کې وسوځي.

د ایران او امریکا تر منځ د پنجشنبې له ورځې راهیسې کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې ایران د امریکا بې پيلوټه ار کیو فور ګلوبل هاک الوتکه نسکوره کړه.

امریکا وايي، ایران په هُرمز تنګي کې په نړیوال هوايي حریم کې د دوی الوتکه نسکوره کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټینګار کړی چې دوی د امریکا ډرون د ایران هُرمزګان ولایت په مبارک غره کې نسکوره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي و که په الوتکه کې څوک وای خبره به بیا بل ډول وه خو اوس یې ونه غوښتل د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په بدل کې یو نیم کسان ووژل شي.

د ایران او امریکا کړکېچونو په امریکا کې دننه او نړیوال اندېښمن کړي.

د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي چې باید ټول تمرکز د کړکېچ د هواري پر سر وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم جدي انديښنه ښودلې او د کړکېچ د هواري غوښتنه یې کړې ده.