ټرمپ: پر ایران د امریکا حملې ته ۱۰ دقیقې پاتې وې چې مخه مې یې ونیوه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تأییدوي چې ده لومړی پر ایران د حملې امر ورکړ او بېرته یې په خپله د هغې مخه ونیوله.

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په ځواب کې پر ایران د امریکا حملې ته لس دقیقې پاتې وې چې ده بېرته د دې اقدام مخه ونیوله، ځکه د ده په وینا، د دې حملې احتمالي تلفات لسګونه کسانو ته رسېدی شول.

ښاغلي ټرمپ پرون جمعه پر ټوېټر په څو پیغامونو کې او وروسته له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې متحدایالات د غچ اخیستلو ته شېبې شمېرلې، خو کله چې ورته وویل شول چې پر ایران د برید تلفات ښايي یونیم سل کسانو ته ورسېږي، نو دا د ده په وینا، د امریکا د سمندري قواوو د بې پیلوټه کشفي الوتکې د ویشتلو په ځواب کې متناسب اقدام نه و.

ایران وايي، په دې اړه کوټلي شواهد لري چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه د ایران هوايي قلمرو ته ننوتلې وه او ځکه یې وویشتله.

د ایران له خوا د امریکا د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې ټوټې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه بیان کې وویل چې د امریکايي الوتکې ټوټې د ایران په سمندري قلمرو کې موندل شوي دي، خو متحده ایالات وايي چې الوتکه یې د هرمز تنګي پرسر په نړیوالو اوبو کې ویشتل شوې ده.

په خلیج کې پر څو تېل وړونکو کښتیو د حملو له لړۍ وروسته د واشنګټن او تهران اړیکې د بل هر وخت په پرتله زیاتې ترینګلې شوي او حتی د لومړي ځل لپاره د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تقابل دې پړاو ته رسېږي.

په همدې حال کې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک ویلي، دا مهمه ده چې له تهران سره د کړکېچ د پراخېدو مخه په هر صورت ونیول شي.

ښاغلي هوک چې پرون د سعودي عربستان په الخرج پوځي اډه کې خبرې کولې، ایران ته خبرداری ورکړ چې ډيپلوماسۍ ته دې په زور ځواب نه وايي:

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک

ده وویل: زموږ ډيپلوماسي ایران ته دا حق نه ورکوي چې موږ ته د پوځي ځواک په وسیله ځواب راکړي، ایران باید زموږ ډيپلوماسۍ ته په ډيپلوماسۍ ځواب ووايي، نه په پوځي زور.

له بلې خوا روېټرز خبري اژانس د ایران د حکومت د یو جګپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې وايي، تهران د عمان له لارې د ولسمشر ټرمپ یو پیغام ترلاسه کړی چې په هغه کې پر ایران د امریکا د احتمالي حملې خبر ورکړل شوی و او له دې هېواده د خبرو غوښتنه شوې.

ایراني چارواکو روېټرز ته ویلي دي چې لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له امریکا سره د هر راز خبرو مخالفت کوي.