چین وايي پاکستان به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته وهڅوي

ولسمشر غني او د چین ولسمشر د غبرګولي په ۲۳ مه نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې سره وکتل. June 13 2019

د چین ولسمشر د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري مهمه بللې او ډاډ یې ورکړی چې چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ټولو اړخونو په ګډون د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، شي جین پېنګ له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې پېکېنګ به اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له پروسې سره همکارۍ ته وهڅوي.

دواړو ولسمشرانو پرون د غبرګولي په ۲۳ مه نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې سره وکتل.

د چین ولسمشر وايي چې هېواد به یې اسلام اباد د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته وهڅوي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي دي چې وايي، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او له طالبانو سره د خبرو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د چین رول مهم دی.

طالبانو تردې دمه له افغان حکومت سره خبرې رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې چین په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه ملاتړ اعلانوي او په‌دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

د تېر کال په وروستیو کې د چین د بهرنیوچارو وزیر وانګ‌يي په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخېزه غونډه کې ویلي و چې هېواد به‌یې د کابل او اسلام‌اباد د ترینګلو اړیکو د ښه کولو په برخه کې منځګړیتوب وکړي.

د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز څېړونکی حلیم‌الله کوثري وايي، چین لېوال دی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو له هڅو سره مرسته وکړي، خو د خپلو ګټو په رڼا کې.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې ښاغلي کوثري زیاته کړه: "د چین یو هدف دا دی چې فکر کوي باثباته افغانستان په سیمه کې د دوی د اقتصادي پالیسیو او اهدافو لپاره مهم دی نو د دې ملاتړ کوي چې طالبان باید له حکومت سره کېني. دوهم هدف یې دا دی چې په افغانستان کې داسې یوه سوله ټینګه شي چې د امریکا وتلو ته لاره اواره کړي نو ښايي د دې دوو اهدافو په رڼا کې چین پر پاکستان فشار راولي، خو که له دې هېواده داسې تمه وشي چې پر پاکستان تر دې حده فشار راولي چې خپلو اهدافو ته پاملرنه ونه‌کړي نو فکر نه کوم چې چین دا کار وکړي."

پاکستان په پرله‌پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي، خو افغان چارواکي د پاکستان نیت ته د شک په سترګه ګوري او وايي، دا هېواد باید په عمل کې ثابته کړي چې په افغانستان کې په رښتیا سوله غواړي.

په پام کې ده چې ولسمشر غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه دوه اوونۍ وروسته اسلام‌اباد سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه نېټه پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د دې هېواد د عملي همکارۍ غوښتنه وشي.