د طالبانو له ولکې د خلاصو شویو ولسوالیو خلک له دولته څه غواړي؟

په کابل کې د ارګ یو انځور

د وسله والو مخالفینو له ولکې د ازادو شویو ولسوالیو يو شمېر اوسېدونکي له حکومته د امنیت د ټينګښت ترڅنګ د ټولګټو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، که حکومت يوازې د ولسوالیو په نیولو اکتفا وکړي، نو بیا دوی ته د طالب او حکومت ترمنځ کوم توپیر نشته.

دوی له حکومته په خپلو سیمو کې د يو لړ ټولګټو پروژو لکه د سړکونو، روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو غوښتنه کوي.

د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله یې په اړه وایي:

"حکومت ته دا نه ده پکار چې يوازې په نوم دې د طالبانو له منګلو څخه ولسوالۍ خلاصه کړي، دلته دوی باید په ولسوالۍ کې ټولګټې پروژې پلې کړي، څو خلک د طالب او حکومت په توپير پوه شي چې د دواړو ترمنځ څه فرق و؟"

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز بسم الله وزیري د جمعې په ورځ د یوې ناستې پرمهال وویل چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د طالبانو تر ولکې لاندې ټولې سيمې ونیسي.

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د غزني ولایت خواجه عمري او ده یک ولسوالۍ چې له تېر يو کال راهیسي د طالبانو تر ولکې لاندې وې، بېرته ونیولې.

په همدې حال کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم وايي، هغه ولسوالۍ چې د طالبانو له کنټروله خلاصېږي، دوی هلته د سیمه ییزې ادارې د پياوړې کولو له لارې د ټولګټو پروژو پلې کولو ته لار هواروي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم

دی وایي:

"د سیمه ییزو ارګانونو اداره هلته په پيل کې سیمه ییزې ادارې په پښو دروي، څو دوی له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي، دا شان له ښارجوړونې ریاست او عدلي او قضايي بنسټونو سره کار کوي چې د خلکو ستونزې هوارې شي."

د طالبانو له کنټروله د خلاصو شویو ولسوالیو په اړه تل دا اندېښنې موجودې وي چې حکومت په دایمي توګه دغه ولسوالۍ تر خپل کنټرل لاندې نشي ساتلای او بېرته د طالبانو په لاس سقوط کېږي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له کنټروله د خلاصو شویو ولسوالیو د دایمي کنټرول او امنیت لپاره هلته ځانګړی سیمه ییز ځواک ګمارل کېږي.

ده وویل:

"هغه سیمې چې د دښمن له ولکې څخه خلاصېږي او بېرته نیول کېږي، هلته زموږ سیمه ییز ځواکونه ځای پر ځای کېږي چې په ځینو ځایونو کې یې ډېره ښه نتیجه هم ورکړې، ځکه دا روزل شوي خلک دي او هیله لرو چې په راتلونکې کې هم لا ښه نتیجه ورکړي."

د ښاغلي عارف د معلوماتو پر بنسټ، د دغه سیمه ییز ځواک شمېر له پنځه څلوېښت زرو تنو اوړي چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي او ښه روزنه هم ورته ورکړل شوې ده.