بشري حقونه: تېرکال له ښځو سره د تاوتریخوالي له ۴ زرو زیاتې پېښې ثبت دي

ارشیف، ۲۳ کلنه زرینه د تاوتریخوالي قرباني، خاوند د پردي سړي سره د خبرو په تور د نوموړې دواړه غوږونه پرې کړي چې نوموړې بیا د مزار شریف په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې وه. ۳ د فبروري ۲۰۱۷کال عکس

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دغه کمېسیون بیا هم په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړو شمېرو شاهد دی.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په افغانستان کې د بشري حقونو یوه اساسي ستونزه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې هم د دغه هېواد ښځې د تاوتریخوالي شاهدانې وې.

د دغه کمېسیون د ښځو چارو د برخې مسوولې لطیفې سلطاني ازادي راډيو ته وویل، په‌دغه کال کې له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۴ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د بشر د د حقونو کمېسیون څېړنې په ۱۳۹۷ کال کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړو شمېر ښکارندوي کوي او موږ په‌دغه کال کې هم ۲۲۸۰ قضیې ثبت کړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۴۳۲۹ پېښو له مواردو څخه دي، البته دا یو کم توپیر دی چې تر صفر لاندې دی، یعنې د تېرکال په پرتله یوازې شپږ پېښې راکمې شوي دي."

اغلې سلطاني وایي، له‌دغو ۴۳۲۹ د تاوتریخوالي پېښو له شمېر څخه ۶۷۸ یې اقتصادي، ۲۱۸ جنسي تاوتریخوالی، ۱۳۸۲ فزیکې تاوتریخوالی، ۱۴۶۵رواني او لفظي شخړې او ۵۸۶ هغه پېښې دي چې د ناوړه دودونو له امله رامنځته شوي او د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره ثبت شوي دي.

دی زیاتوي چې د ولایتونو نفوس ته په کتو کابل کې د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې شوي او بامیان، ننګرهار، بلخ او هرات هغه ولایتونه دي چې په دغو ولایتونو کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون په دفترونو کې زیاتو ښځو خپلې پېښې ثبت کړي دي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی راکم شوی دی.

د دغه وزارت مرستیالې نبیله مصلح ازادي راډيو ته وویل، د ملګرو ملتونو سازمان راپور ښيې چې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی شل سلنه راکم شوی دی.

نوموړې زیاته کړه:

"په ۱۳۹۷ کال کې د افغان ښځو وضعیت یو څه ښه وو، هغه شمېرې چې ملګرو ملتونو خپرې کړي ښيې چې په‌دغه کال کې د ښځو پر وړاندې شل سلنه تاوتریخوالی راکم شوی، موږ دا یو ستره لاسته راوړنه بولو، یعنې زموږ کارونه پایله هم ورکوي."

که څه هم افغانستان په تېرو ۱۸کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې لکه د نجونو د زده‌کړو، روغتیایي خدماتو، سوداګرۍ او په سیاسي او مدني چارو کې یې د ګډون په اړه د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، خو لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې د فرهنګي او ټولنیزو ستونزو موجودیت هغه څه دی چې د دوی پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د دوی حقونه او ازادي یې نقض کړې ده.

د بدن د غړیو پرې کول، وهل ډبول، په کم عمر کې ودول، له اساسي او اسلامي حقونو محرومېدل، جنسي تېري او یو شمېر نور هغه مسایل دي چې افغان ښځې یې له امله کړېږي.

د ښځو د ملاتړ بنسټونه وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لامل په کورنۍ او ټولنه کې د نارینه‌وو واک او ښځو تر منځ جنسیتي نابرابري دی.

دا چې په افغانستان کې له زده‌کړو څومره نجونې بې برخې دي، ومو غوښتل د افغانستان د پوهنې له وزارت یې په اړه معلوماتو واخلو، خو د پرله‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه‌شو.

خو تردې وړاندې دغه وزارت ازادي راډيو ته ویلي و چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د بېلابېلو لاملونو له امله ۳.۷ سلنه نجونې ښوونځیو ته له تګ محرومې دي.

له دې سره د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وایي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې موجودې وې.

نوموړې د سوداګرو ښځو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې وایي:

"د سوداګرۍ خونې د محاسبې پر اساس دا مهال د غیر رسمي سوداګرو تر څنګ ۱۱۵۰ سوداګرې ښځې په رسمي ډول په هېواد کې فعالیت کوي او دا یوه ستره لاسته راوړنه ده."

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني

د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې ۱۳۹۷ لمریز کال هم د ملکي خدماتو په دستګاوو کې د ښځو د ګډون له اړخه تر ټولو ښه کال وو.

د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ملکي خدماتو د کارکوونکو یوازې ۲۲ سلنه ښځو جوړوله چې اوس مهال دا کچه ۲۷ سلنې ته لوړه شوې او پنځه سلنه لوړوالی ښيې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې په ۱۳۹۷لمریز کال کې هم په کورنیو او دولتي ادارو کې په هماغه پخواني شدت تاوتریخوالی موجود وو.

د افغان د ښځو د شبکې یوه غړې سیما سخا په‌دې اړه وویل:

"قانون داسې دی چې باید د دولتي څوکیو ۳۰ سلنه یې ښځو ته ځانګړې شي، خو په مهمو او کلیدي پوسټونو کې بیا کمې ښځې حضور لري چې دا خپله یو ډول تاوتریخوالی دی او د ولسوالیو او کلیو په کچه هم زور زیاتی شته چې صحرایي محکمې هم په‌کې شاملې دي."

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغان ښځو د اندېښنې وړ بله موضوع د سولې په خبرو کې د دوی د لاسته راوړونو خوندیتوب دی.

دوی وایي چې د هېواد سیاستوال باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر ولسواکۍ او په تر لاسه شوېو ازاديو په تېره بیا د ښځو په لاسته راوړنو معامله ونه وکړي.

خو د افغان حکومتي چارواکو تل ویلي چې د ښځو د حقونو ټینګښت او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو محاکمه د دوی په لومړيتوبونو کې دي او له طالبانو سره په خبرو کې به‌یې هم حقونه له پام نه غورځول کېږي.

راپور: فېروزه عزیزي