د بخښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي

د بخښنې نړیواله موسسه یا امنسټي انټرنشنل وايي، افغان ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي.

د بخښنې نړیوالې موسسې دا خبره په هغه بیان کې کړې چې د مارچ د اتمي - د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړی دی.

د دې موسسې د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پرمختګونو ته په اشارې ویلي:

افغان مېرمنې

"دا په سخته ترلاسه شوې بریاوې باید په هېڅ قیمت له لاسه ونه وځي. ښځې په افغانستان کې د سولې غوښتنې د جبهې په سر کې دي، خو که د سولې په پروسه کې ښځې حذف کړل شي او یا د دوی پر حقونو معامله وشي هغه پروسه ارزښت نه‌شي لرلی. پر افغان ښځو څوک سترګې نه‌شي پټولی او نه هغوی پټه خوله پاتې کېدای شي."

د بخښنې نړیواله موسسه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې په کور کښېنول شوې وې، بشري حقونه ترې اخېستل شوي وو، خو اوس افغان ښځې ځانګړی وزارت لري چې په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لري.

دې موسسې په ۲۰۰۹ میلادي کال د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو د هلوځلو په نتیجه کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د تشدد د پای ته رسېدا د قانون د تصویب یادونه هم کړې، خو په عین حال کې یې د افغان ښځو ستونزو او چلنجونو ته اشاره کړې ده.