د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونو له‌خوا له ۱۵ نوماند کمېشنرانو ژمن‌لیکونه واخیستل شول

د انتخاباتي کمېسیونونو لوګوګانې

د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونو د دوی له‌خوا په ټاکنیزو کمېسیونو کې د غړیتوب لپاره له پېژندل شویو ۱۵ تنو ژمن‌لیکونه واخیستل.

د دغو بنسټونو له‌خوا په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته پېژندل شویو ۱۵ تنو نوماند کمېشنرانو د بریالي کېدو په صورت کې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د شفافیت، اصلاحاتو او قانون د پلي کېدو ژمنه وکړه.

په دې اړه نور: د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتي قانون تعدیل د ولسمشرۍ پر ټاکنو بې اغېزې نه دی

دوی د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۹» په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال هغه ژمن‌لیکونه چې د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونو له‌خوا چمتو شوي وو، لاسلیک کړل.

د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنو د نوماند کمېشنرانو د غوراوي کمېټې يوه غړي حبیب‌الله شینواري د دغو ژمن‌لیکونو د لاسلیکولو په هدف ازادي راډیو ته وویل:

"موږ دغه ۱۵ تنه معرفي کړل، خو د دې لپاره چې د دغو کسانو له ډلې که څوک کمېشنر کېږي او خدای مه‌کړه د قانون خلاف يوه کړنه کوي، موږ مخکې له مخکې له دوی سره دغه ژمن‌لیک لاسلیک کړ چې سبا ته‌یې خلکو ته وښیو چې موږ له دوی ژمنه اخیستې وه، موږ په‌دغه کار سره دا ۱۵ تنه مدني ټولنو او خلکو ته ځواب ویونکي کړل چې کوم خلاف کار ونه‌کړي."

د مدني ټولنو استازو د دوی له‌خوا له معرفي شویو دغو ۱۵ تنو وغوښتل چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو په توګه د بریالي کېدو په صورت کې دې د هېواد راتلونکې ټاکنې رڼې او په بې‌پرې ډول ترسره کړي.

د انتخابات کمېسیون لوګو

دوی د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو له نوماندانو هم وغوښتل چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د ۸۱ نوماندانو چې ۶۶یې د سیاسي ګوندونو او ۱۵یې د انتخاباتو اړوند مدني ټولنو له‌خوا معرفي شوي، خپلې رأیې په کار پوه او مسلکي کسانو ته وکاروي، څو راتلونکي انتخاباتي چارې په ښه توګه سمبال کړي.

په دې اړه نور: د انتخاباتي کمېشنرانو د پېژندلو په اړه د یو شمېر مدني ټولنو اعتراض!

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د مدني ټولنو مرکز د انتخاباتو اړوند د يو شمېر مدني ټولنو له‌خوا د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو څوکیو لپاره جمهوري ریاست ته د دغو ۱۵ تنو معرفي کول سلیقه‌اي او شخصي وبلل.

د دغه مرکز چارواکو او غړو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال انتقاد وکړ چې معرفي شوي کسان مسلکي نه‌دي، دا کار د یو شمېر انتخاباتي بنسټونو په نوم انحصار شوی او نورو مدني بنسټونو ته‌‌یې ونډه نه‌ده ورکړې.

خو د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونه بیا دا نیوکې پرځای نه‌بولي او په‌دې برخه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکوي او وايي چې د يادو ۱۵ تنو څخه‌یې په همدې هدف ژمن‌لیکونه واخیستل چې د بریالي کېدو په صورت کې د قانون سره سم خپلې چارې پر مخ يوسي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو له‌خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته پېژندل شوي دغه نوماندان هم ژمنه کوي چې د بریالي کېدو په صورت کې به شفافیت او د قانون پلي کېدو ته کار کوي.

د دوی له ډلې حبیب‌الرحمن ننګ او ګل احمد مددزي ازادي راډیو ته وویل:

"که پر موږ د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندانو باور وکړ، نو موږ به هلته د فساد پر وړاندې مبارزه، د وړو کدرونو ګمارل، شفافیت او خپلواکۍ ساتلو ته کار کوو او دا به زموږ لومړیتوبونه وي."

"که موږ هلته لاره پیدا کړه، دا کمېسیون به واقعاً کمېسیون وي او د هېوادوالو رأیې به موږ په ډېره ښه توګه ساتو او د هېڅ‌چا رأیه به نه‌ضایع کېږي او هېڅ‌څوک به د خلکو د رأیې پرته قدرت ته لار نه‌پیدا کوي."

د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون له مخې انتخاباتو ته اړوند سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې باید د ۸۱ کسانو نوم‌لړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري، څو ولسمشر یې له دغه شمېر ۱۳ کسان د کمېشنرانو او دوه نور د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشاءګانو د رئیسانو په توګه وګماري.

راپور: محمد واصل وصال