د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د انتخاباتي کمېشنرانو د پېژندلو په اړه د یو شمېر مدني ټولنو اعتراض!


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون لوګوګانې
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون لوګوګانې

د افغانستان د مدني ټولنو مرکز حکومت ته د یو شمېر محدوده مدني بنسټونو له لوري د هغو ۱۵ کسانو په اړه چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو څوکیو لپاره جمهوري ریاست ته معرفي شوي، د دغو کسانو غوره کول سلیقه‌اي او شخصي بولي.

د دغه مرکز چارواکو او غړو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې انتقاد وکړ چې معرفي شوي کسان مسلکي نه‌دي، دا کار د یو شمېر انتخاباتو بنسټونو په نوم انحصار شوی او نورو مدني بنسټونو ته‌یې ونډه ورکړې نه‌ده.

د دغه مرکز مشر وحیدالله تړون په‌دې اړه وویل:

"څلور بنسټونه نه‌شي کولای چې د افغانستان له ټولو اقشارو استازیتوب وکړي، دا نه‌شي کولای چې په خپل منځ کې د غوراوي کمېټه جوړه او همدغه کمېټه نوماندان معرفي کړي که دغه څلور بنسټونه ځانونه ملي بنسټونه بولي، دوی باید یوه انتخاباتي کمېټه جوړه کړې وی او له همدې لارې باید په انتخابي شکل د افغانستان له ټولو اقشارو په شرایطو برابر کسان معرفي کړي."

دغه مرکز په‌دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې او له حکومته‌یې غوښتي، څو د غوښتنو د پر ځای کېدو لپاره‌یې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د انتخاباتو پروسه وځنډوي.

ښاغلی تړون وايي، په‌دغه مرکز کې ۳۷۰ مدني بنسټونه ثبت دي چې له دې شمېره لسګونه بنسټونه د انتخاباتو په برخه کې کار کوي او د هغه په خبره، باید د دغو کسانو غوره کول له دغو ټولو بنسټونو سره په مشوره ترسره شوی وی.

د انتخاباتو د نوي قانون له مخې انتخاباتو ته اړوند سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې باید د ۹۰ کسانو نوم‌لړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري، څو ولسمشر یې له دغه شمېر ۱۳ کسان د کمېشنرانو او دوه نور د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشاګانو د رئیسانو په توګه وګماري.

په‌دې وروستیو کې انتخاباتو ته اړوند مدني ټولنو د یوې غوراوي کمېټې له جوړولو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د څوکیو لپاره د ۱۵ کسان ورمعرفي کړل.

د افغانستان د مدني ټولنې د غوراوي کمېټې یو غړی خلیل رؤفي د مدني ټولنو د هم‌غږۍ مرکز د انتقاد په غبرګون کې وایي چې دغه مرکز د انتخاباتو په برخه کې کوم کار نه‌دی کړی، خو ټینګار کوي چې دوی په انحصاري ډول چلند نه‌دی کړی.

د افغانستان د مدني ټولنې د غوراوي کمېټې یو غړی خلیل رؤفي
د افغانستان د مدني ټولنې د غوراوي کمېټې یو غړی خلیل رؤفي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یو عمومي بلنه ورکړې وه چې ټول خلک خپل وړاندیزونه راواستوي، که موږ انحصاري چلند کاوه دا بلنه به مو نه‌ورکوله او د غوراوي کمېټه به مو نه‌جوړوله او د انتخاباتو اړوند بنسټونه به مو نه‌رابلل، موږ د دې لپاره چې دغه پروسه انحصار نه‌شي داسې کار مو وکړ چې ښایي ۵ کسان له مدني ټولنو وي او پاتې نور د انتخاباتو کمېسیونونو کار کوونکي، د پوهنتونونو استادان او خپلواک خلک مو معرفي کړل دا خو د انحصار خبره نه‌شوه."

هغه ټینګار وکړ چې دغه مطرح بنسټونه د ټیفا، فیفا په ګډون ټول د تېرو ولسي جرګې د انتخاباتو د ستونزو، د روڼوالي د تأمین او له حکومت سره د انتخاباتو د قانون د تعدیل په برخه کې کار کړی او خپل غږ یې اوچت کړی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ افغان حکومت د انتخاباتو د کمېشنرانو په توګه د غوراوي پروسه پیل کړي، خو دغه پروسه د بېلابېلو لاملونه له امله په تېره بیا په هېواد کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو د نه‌حضور له امله د جمعې تر ورځې وځنډېده.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG