خليلزاد او کابلوف له طالبانو د بنديزونو پر ليرې کېدو بحث وکړ

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي د ملګرو ملتونو له بنديزونو يې د طالبانو د مرکچيانو د معافېدو پر مسئله بحث وکړ.

زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي، چې په دې اړه يې نن په انقره کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره بحث وکړ.

ښاغلي خليلزاد ليکلي په دې کتنه کې له کابلوف سره د ملګرو ملتونو د سفرونو له بنديزونو د طالبانو د مرکچيانو پر معافېدو هم بحث وشو، څو دغه مرکچيان وکړاى شي د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

ښاغلي خليلزاد ويلي په نننيو بحثونو کې، سلا وشوه چې د سولې هڅې هغه وخت پرمختګ کوي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.

د ترکيې لپاره د روسيې سفارت ويلي چې دا کتنه نن په انقره کې د روسيې په سفارت کې شوې ده.

د خليلزاد په باور افغانستان بايد يوه متحده، ټول شموله، ملي مرکچي ډله معرفي کړي، چې د حکومت او نورو افغانانو استازي په کې شامل وي.

افغان حکومت شکايت کړى و، د سولې په مذاکرو کې چې په څو هېوادونو کې شوي، د طالبانو هغو مرکچيانو برخه اخيستې چې نومونه يې د ملګرو ملتونو د بنديزونو په ليست کې شامل دي.