د غزني په مقر کې بند مسافر وايي په سختو ستونزو کې ګېر پاتي

د غزني په مقر کې بند پاتې مسافر

په اوسنیو شپو ورځو کې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د سنټيګراټ په حساب شااوخوا منفي درې او لوړه نهه درجې سړه هوا اټکل شوې ده.

په دې اړه نور: د غزني په مقر ولسوالۍ کې اعتراضونه څلورمې ورځې ته وغځېدل

د غزني په مقر ولسوالۍ کې سلګونه بند پاتې مسافر وايي، د سختو سړو، د ناروغیو له ستونزو او د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.

څو تنو یې چې سختې یخنۍ وهلي وو او تر شنه اسمان لاندې پاتې دي ازادي راډیو ته وویل:

"دلته، ښځې، ماشومان، ناروغان او نور ډېری کسان په‌داسې حال کې بند پاتې دي چې له سختو مشکلاتو سره مخ دي، واوره ده، یخني ده بسترې او یا د پټېدو څه شی نه‌لري، د خوراک، څښاک له‌پاره څه شی نه پیدا کېږي، دولت دې د اعتراض کوونکو ستونزه په پام کې ونیسي، څو دغه مسافر خپلو کورونو ته ستانه شي."

که یوې خوا ته په لسګونه د سپرلیو واړه او غټ موټرونه د کابل-کندهار پر لویه لاره د مقر بازار دواړو طرفونو ته بند پاتې دي، خو بلې خوا ته په سلګونه بار وړونکي موټر چلوونکي هم دلته ولاړ دي.

د غزني په مقر ولسوالۍ کې اعتراض کوونکي

ځینو موټر چلوونکو ازادي راډیو ته وویل:

"د سلګونه لکونو مالونه‌یې د خرابېدو په حال کې دي، یوې خوا ته د موټرو مالکان ټیلیفونونه کوي چې یو ډول له دغه مظاهرې څخه ځان وباسئ، بل لور ته مو مظاهره‌چیان نه‌پرېږدي."

په دې اړه نور: سید شاه سقیم: په ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د بدلون حتمي پرېکړه نه‌ده شوې

د غزني په مقر ولسوالۍ کې سلګونه اعتراض کوونکو نن پنځمه ورځ ده چې د کابل-کندهار لویه لار د هر ډول ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

دوی غوښتنه لري چې د غزني مقر ولسوالۍ دې ولایت شي او د غزني تر څنګ د زابل او پکتیکا ولایت ځینې ولسوالۍ دې هم د دغه نوي ولایت برخه شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري وړمه ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غزني والي له دغه اعتراض کوونکو سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او ورڅخه‌یې غوښتي چې دغه خلک دې خپلو لاریونونه پای ته ورسوي او دوی دې له محلي او مرکزي دولت سره خپله ستونزه د خبرو له لارې پر مخ یوسي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر