اجرائیه رئیس: اوسنیو حالاتو ته په کتو زیات افغانان له هېواده د وتلو په فکر دي

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، اوسنیو حالاتو زیات شمېر افغانان په خپل راتلونکي بې‌باوره کړي او دوی ډېری وخت له وطنه د وتلو په فکر کې دي.

په دې اړه نور: له استانبوله کابل ته د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي

عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ‌يې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۷» د کډوالو د نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې يې خبرې کولې وویل په هېواد کې د ښه ژوند د تضمین لپاره لازمه ده چې د سولې لپاره ګډې هڅې زیاتې او چټکې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هېڅ‌کله باید دا فکر ونه‌کړو چې د افغانانو ستونزې هوارې شوي، کله چې موږ په داسې شرایطو کې وضعیت مدیریت کوو، ټولو افغانانو ته شرایط ورته دي، همدا اوس چې زه تاسې سره خبرې کوم، سلګونه او حتی زرګونه کورنۍ په‌دې فکر کې دي چې افغانستان کې پاتې شي یا دا وطن پرېږدي؟ موږ باید دغو افغانانو ته سوله‌ییز چاپېریال برابر کړو، څو په خپل هېواد کې په سوله‌ییزه فضا کې ژوند وکړي."

عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل، د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړیواله ورځ ده چې هر کال په نړۍ او په افغانستان کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ۶ میلیونو زیات افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې تېروي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید عالمي بلخي وویل، حکومت هڅه کوي چې د غیر قانوني کډوالۍ مخه ونیسي او دغه پدیدې ته قانوني بڼه ورکړي.

په دې اړه نور: بشر حقونه: په بلخ کې د کارګرو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

نوموړي همدا شان زیاته کړه چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کاري مهاجرت ستراتېژۍ په رامنځته کېدو به تر ډېره د غیر قانوني مهاجرتونو مخه ونیول شي.

څو ورځې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض‌الله ذکي ازادي راډيو ته ویلي و چې د دغه ستراتېژۍ له مخې به د راتلونکي لمریز کال په حمل میاشت کې ۲۵۰۰ افغان کارګر متحده عربي اماراتو ته د کار په ویزه واستول شي.

ناامني او فقر د افغانانو د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ مهم لاملونه ګڼل کېږي.

که څه هم افغان حکومت د کډوالو او بې‌ځایه شویو د ستونزې حل له خپلو لومړیتوبونو ګڼي، خو لاهم د ځینو راپورونو له مخې، هره ورځ لسګونه افغانان له هېواده وځي.

اوسنیو حالاتو زیات شمېر افغانان په خپل راتلونکي بې‌باوره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار د کډوالۍ لاملونو ته اشاره کوي او وايي، حکومت باید ورته رسېدنه وکړي.

محمد عالم ایزدیار

نوموړی زیاتوي:

"د کډوالۍ یو لامل بې‌وزلي او بې‌کاري ده چې د جګړو او ناامنیو تر څنګ خلک ورسره مخ دي، خو په خواشینۍ سره افغان حکومت لا هم داسې تګلاره نه‌ده جوړه کړې چې خلکو ته کاري زمینې برابرې شي او خلکو ته‌یې دا هیله‌مندي هم نه‌ده ورکړې چې د بې‌کارۍ ستونزې ته به د پای ټکی کېږدي."

نوموړی همدا شان وايي، حکومت باید د هغه کډوالو لپاره چې په خپله خوښه له کډوالۍ راستنېږي د سرپناه د برابرولو په برخه کې هڅې وکړي، څو په خپله خوښه د کډوالو د راتګ بهیر تېز شي.

که څه هم تر دې وړاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې ډېر وګړي یې بې‌ځایه شوي، خو د ګډوالو وزارت وايي، ټول حکومت، خلک او نړیواله ټولنه د دغې ستونزې په حل کې ګډ مسؤلیت لري.

راپور: اکرام‌الله اکرام