د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

له استانبوله کابل ته د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي


که څه هم نن د ترکیې د استانبول ښار اسمان له وريځو ډک دی، خو بیا هم دلته ګڼ شمېر افغانان د افغانستان قونسلګرۍ ته راغلي، څو هېواد ته د بېرته ستنېدو پاڼې ترلاسه کړي.

د دغو افغان کډوالو له ډلې ډېری یې په غیر قانوني او فردي توګه د ترکیې خاورې ته داخل شوي دي.

په کومه ورځ چې د ازادي راډیو خبریال دلته راغلی، وخت غرمې ته نږدې او د مراجعه کوونکو شمېر لږ دی.

۳۷ کلن سمیع‌الله چې ابي کميس‌یې پر تن دی، وطن ته د بېرته ستنېدو د پاڼې ترلاسه کولو لپاره شېبې شماري.

دی چې د قونسلګرۍ په دروازه کې راروان و وايي، درې کاله مخکې هغه مهال چې له واده‌یې یو کال تېر شوی و، د خپلو پورونو د خلاصولو لپاره ترکیې ته د کار لپاره راغلی.

هغه چې په‌دې نږدې ورځو کې بېرته هېواد ته ستنېږي وايي، هغه پیسې یې چې په ترکیه کې ګټلي، نه‌شي کولای چې پرې د خپل واده پورونه خلاص کړي.

دی وايي:

"وزګارتیا نه دلته راغلم، په بغلان کې زموږ په ځای کې کار نه‌و، دلته راغلی وم چې کار وکړم او کور ته پیسې ولېږم، دلته کار کوم، خو زیاتې پیسې لاس ته نه‌راځي، میاشتنی کار کوم او کله چې د ترکیې پیسې په ډالر بدلوم، ۲۰۰ ډالره هم نه‌کېږي."

احمد سلیم جواد چې په خبره‌یې ۳۰ کاله عمر لري، زما په خوا کې ولاړ دی.

سلیم جواد درې اولادونه لري او درې میاشتې مخکې د ناامنیو او اقتصادي ستونزو له کبله له افغانستانه تښتېدلی او ځان‌یې په غیر قانوني توګه ترکیې ته رسولی.

د ازادي راډیو خبریال له هغه نه افغانستان ته بېرته د ستنېدو دلیل وپوښت.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته يوه پاڼه اخلو چې بېرته افغانستان ته ډیپورټ شو، قاچاقبرانو موږ ته وویل چې په ترکیه کې کاروبار ښه دی، خو اوس چې ګورو دلته له ۲۰۰ ډالرو ډېرې پیسې نه‌شو پیدا کولای چې پرې خپله کورنۍ تمویل کړو.​"

له پاکستان او ایران وروسته ترکیه درېیم هغه هېواد دی چې زیات شمېر افغان کډوال په‌کې مېشت دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې د دغو کډوالو له ډلې ډېری یې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته داخل شوي دي.

د دوی په خبره، اوس‌مهال شااوخوا یو لک افغانان په غیر قانوني توګه په ترکیه کې مېشت دي چې برخلیک‌یې نامعلوم دی.

هغه افغانان چې اوس‌مهال په ترکیه کې په غیر قانوني توګه مېشت دي ازادي راډيو ته ویلي چې هر يو یې له زرو ډالرو ډېرې پیسې لګولي، څو په غیر قانوني لارو له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته ترکیې ته ورسېږي.

که څه هم د ترکیې د دولت او اروپايي اتحادیې د هوکړې له مخې اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتونکو پر مخ د اروپا سرحدونه تړلي دي، خو يو شمېر افغانان د دې لپاره ترکیې ته راځي چې له دې لارې ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.​

د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان جنرال قونسل زکریا بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې له ترکیې افغانستان ته د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د ده په خبره، هره میاشت تر ۱۵۰۰ پورې افغانان هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره قونسلګرۍ ته مراجعه کوي.

نوموړی وايي، په ترکیه کې په غیر قانوني توګه مېشت زیاتره افغانان تعلیم او کار ته لاسرسی نه‌لري چې له امله‌یې دوی اړ کېږي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

بارکزی وايي، د ترکیې او اروپايي اتحاديې د هوکړې له مخې پولیس اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو مخه نیسي او په ځینو مواردو کې د پولیسو له‌خوا دغه پناه غوښتونکي نیول کېږي هم.

زکریا بارکزی
زکریا بارکزی

دی وايي:

"زیات شمېر هغه پناه غوښتونکي چې غواړي اروپايي هېوادونو ته لاړ شي د پولیسو له‌خوا نیول کېږي، له يو څه مودې تېرېدو وروسته چې دغه پناه غوښتونکي بې‌برخلیکه شي، نو بیا موږ ته راځي چې له پېژندلو وروسته‌یې بېرته وطن ته ستانه کړو، قاچاقبران چې دوی ته څه وايي، هغه هر څه دلته بدل وي، نو اړ کېږي چې بېرته وطن ته ستانه شي، هره میاشت تر ۱۵۰۰ پورې کسان قونسلګرۍ ته مراجعه کوي او وطن ته د بېرته ستنېدو پاڼې ترلاسه کوي."

په ترکیه کې د افغانانو تر څنګ د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه د سوریې سلګونه زره اتباع هم مېشت دي.

د ترکیې دولت د سوریې کډوالو ته موقتي اقامه ورکوي، خو په استانبول کې د افغانستان جنرال قونسل وايي، دوی هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د افغانانو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG