محمد عمر داوودزی: د سولې عالي شورا به د اوسني حالت سره سمه عیاره کړم

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رئیس عمر داوودزی

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رئیس عمر داوودزی وايي، د زلمي خلیل‌زاد د هڅو له پیل سره په حالت کې تغییر راغلی او اړتیا یې ده چې د سولې په اړه هم نوې تګلاره جوړه شي.

محمد عمر داوودزی وايي، د سولې عالي شورا به د اوسني حالت سره سمه عیاره کړي.

ښاغلی داوودزی تازه د ولسمشر اشرف غني له‌خوا د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د خاص استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ټاکل شوی.

په دې اړه نور: محمد عمر داوودزی: د سولې یوه نوې تګلاره به جوړه کړم

هغه بېګاه شپه له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې د سولې په ارتباط یوې نوې تګ‌لارې ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"یوه پوره نوې ستراتیژي به جوړوو. پخوانۍ تګلارې، پلانونه او طرحې به ګورو او له دغه نوي حالت سره به یې عیاروو. اوس د خلیل‌زاد صاحب د ماموریت نه بعد یو نوی حالت ایجاد شوی. هم د منطقې په روابطو کې هم د سولې په اړه نوي فرصتونه رامنځته شوي. د سولې شورا به هم دې نوي حالت سره عیاروو."

ښاغلي داوودزي وویل، تګلاره به په اجماع جوړوي او په‌کې به د سولې خبرې، د سولې راوستل او د سولې تل‌پاتې کول شامل وي.

په دې اړه نور: د سولې شورا نوی رئیس: یوه پوره نوې ستراتیژي به جوړه کړو

داوودزي تردې مخکې په قطر کې د پګواش موسسې په چوکاټ کې له طالبانو سره لیدلي او وايي چې په کار ده دا ډله هم انعطاف ښکاره کړي.

طالبانو یوه میاشت مخکې د افغانستان د سولې شورا له ځینو استازیو سره په مسکو کې د روسیې په کوربه‌توب ولیدل، خو ویې ویل چې د سولې خبرې اوس یواځې له امریکایانو سره کوي.

امریکا هم خپل واک افغاني‌الاصله امریکایي سیاستوال زلمي خلیل‌زاد ته ورکړی چې اوس وخت په یوه اوږده سفر د سیمې هېوادونو ته وتلی دی.

افغاني‌الاصله امریکایي سیاستوال زلمی خلیل‌زاد

د سولې شورا د دارالانشا رئیس عمر داوودزی د ښاغلي خلیلزاد هڅې مثبتې ارزوي او وايي، د سولې شریکې هڅې به هرومرو یوه نتیجه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا امکانات شته. دا علایم شته چې په خیر له انتخاباتو مخکې سولې ته رسېږو. د امریکا د دولت خاص استازي په توګه خلیل‌زاد صاحب په‌دې سیمه کې خاص اثر رسوخ لري سابقه لري دلته. کارونه یې ښه روان دي. په ګډه یعنې د هغه کار او د افغان دولت کار او د خلکو هڅې او د طالبانو انعطاف پذیري به موږ د مشکل د حل یوه سرحد ته ورسوي."

د افغان حکومت له لوري سولې ته د رسېدو د هڅو په دوام د سولې د خبرو نوي جوړ شوي مرکچی پلاوي هم د یکشنبې په شپه په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي چېرته چې ولسمشر هغوی ته د سولې د خبرو لارښود ورکړی دی.

سیمې ته د خلیل‌زاد سفر، د افغان حکومت له لوري د سولې هڅې او د رپوټونو په اساس راتلونکې اوونۍ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سفر هغه څه دي چې د سولې روانې هڅې لا پسې چټکې ښکاروي.

صفي الله ستانکزی