د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

محمد عمر داوودزی: د سولې یوه نوې تګلاره به جوړه کړم


د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رئیس محمد عمر داوودزی
د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رئیس محمد عمر داوودزی

محمد عمر داوودزی د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رئیس ټاکل شوی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون په خپله فیسبوک پاڼه د ولسمشر فرمان خپور کړی و.

ښاغلي داوودزي تېره شپه له ازادي راډيو سره ځانګړې مرکه هم وکړه او ویې ویل د سولې یوه نوې تګلاره به جوړه کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې داوودزی د کورنیو چارو وزیر و، خو له دندې وروسته یې سیاسي ګوند جوړ کړ او د سولې په ارتباط یې هم ځینې غونډې وکړې.

له ښاغلي داوودزي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د سولې په برخه کې به موجوده هڅې څنګه سره یوځای کړي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG