اجرائیه ریاست: هیله شته چې خلیل‌زاد به له عملي لاسته راوړنو سره له پاکستانه راشي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، هیله شته چې دا ځلې پاکستان ته د زلمي خلیل‌زاد سفر له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د عملي خبرو د پیل لامل شي.

اجرائیه ریاست وايي، هیله شته چې پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دوهم سفر افغانان سولې ته نږدې او پاکستان به په‌دې برخه کې عملي اقداماتو ته اړ باسي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» ازادي راډيو ته وویل، تمه ده چې دا وار ښاغلی خلیل‌زاد له یوې عملي لاسته راوړنې سره له پاکستانه افغانستان ته راشي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

ښاغلي خوځون زیاته کړه:

"د سیمې هېوادونو ته د ډاکتر زلمي خلیل‌زاد سفر موږ ته هيله‌مند کوونکی دی، موږ تمه لرو چې دا وار به د سولې عملي خبرې اترې پیل شي او هیله مو دا ده چې دا وار ښاغلی خلیل‌زاد د ترورېستانو د پټن‌ځایونو د ختمولو او د وسله‌والو طالبانو د تمویل او د تجهیز د موضوع په اړه له یوه عملي خبر سره کابل ته راشي."

په دې اړه نور: زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره په خپل درېیم سفر کې ۸ هېوادونو ته ځي

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن د دوهم ځل لپاره پاکستان ته رسېدلی دی.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیل‌زاد به د ډسمبر له دوهمې تر ۲۰مې نېټې پورې د افغانستان تر څنګ روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بلجیم ته سفرونه وکړي.

که څه هم په‌دې اعلامیه کې له وسله‌والو طالبانو سره د ښاغلي خلیل‌زاد د لیدلو په اړه په څرګند ډول څه نه‌دي ویل شوي، خو بریتانوۍ ورځپاڼې ټلېګراف خبر ورکړی چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر استازي له امریکا د دوهم پړاو خبرو په هدف پاکستان ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې د وسله‌والو طالبانو یوې سرچینې هم ازادي راډيو ته تأييد کړې چې د قطر د سیاسي دفتر د مسؤل شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دغه دفتر شپږ کسیز پلاوی پاکستان ته رسېدلی دی.

شیر محمد عباس ستانکزی

بل‌خوا د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان صدارعظم ته یو لیک استولی او په‌دغه لیک‌يې کې ترې د افغان سولې له پروسې سره د مرستې غوښتنه کړې ده، هغه موضوع چې سپینې ماڼۍ هم تأييد کړې ده.

په دې اړه نور: د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي عمران خان ته د ډونالد ټرمپ د ليک لېږل منلي

امریکايي چارواکو په‌دې وروستیو کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي چې هغه طالب مشران چې په‌دې هېواد کې اوسېږي له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، افغان حکومت تمه لري چې امریکا به پر پاکستان فشارونه زیات کړي او دغه هېواد به له افغانستان سره د خپلو پخوانیو ژمنو عملي کېدو ته اړ باسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پاکستان دغه موضوع ته ژمن دی او د خپل نېک نیت له مخې به د افغان سولې پروسې ته د زمینې برابرولو نقش ادا کړي.

له دې ټولو سره سره د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید خالد سادات هم د افغان سولې په اړه د ښاغلي خلیل‌زاد سفر مهم بولي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د ښاغلي خلیل‌زاد سفر له درېیو اړخونو ډېر مهم دی:

  • یو دا چې د سولې د پروسې تېزوالی ښيي.
  • دوهم د څو نورو هېوادونو زیاتول چې د افغانستان په مسئله کې دخیل دي.
  • درېیم پاکستان ته د طالبانو د سیاسي استازو استول، دا ټول موارد موږ دغه سفر ته هیله‌مند کوي."

ښاغلی سادات وايي چې پاکستان پر وسله‌والو طالبانو له خپل نفوذ، په‌دغه ډلې د پوځي فشار راوستلو او له طالبانو سره د مرستو د درولو په وسیله کولای شي یاده ډله له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو مېز ته کېنوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام