د ملي امنیت سلاکار: غزني کې به د وسله‎والو د له‌منځه وړلو عملیات ژر پیل شي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د غزني ولایت د وروستیو نا امنیو لپاره تدابیر نیول شوي او افغان پوځیان به ژر د وسله‎والو د له‌منځه وړلو لپاره عملیات وکړي.

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د لسو افغان کمانډو سرتېرو تر وژل کېدو وروسته افغان حکومت وایي چې د وسله‌والو مخالفینو د له‌منځه وړلو لپاره به ژر عملیات وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو د دې برید او نورو امنیتي ننګونو په ارتباط له غزني ولایته د ولسي جرګې له ځینو غړو سره خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند احمد طارق ارین پرون شپه ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان دفاع وزارت ته امر شوی او افغان پوځیان به ژر وسله‎وال مخالفین وځپي.

نوموړی وايي:

"د افغانستان د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب» د غزني ولایت له وکیلانو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې په غزني کې به افغان کمانډو ځواکونه پلي عملیات وکړي او هم به دفاع وزارت او قاطع ملاتړ مأموریت په همغږۍ سره د غزني په نا امنو سیمو کې هوايي عملیات وکړي څو دښمن وځپل شي او بېرته سیمه امن شي."

د ملي امنیت شورا ویاند احمد طارق ارین

ښاغلي ارین وویل چې د غزني استازو په‌دې لیدنه کې د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب څخه وغوښتل چې د غزني د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره لازمه توجه وشي.

ملي دفاع وزارت لاتر اوسه رسماً د افغان کمانډو سرتېرو د وژل کېدو د خبر په اړه څه نه‌دي ویلي.

په دې اړه نور: سرچينه: په يو لړ عملياتو کې ۷۰ طالبان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي

خپلواکو سرچینو هم له دې چې په غزني کې ټیلیفوني شبکې سم کار نه‌ورکوي د افغان کمانډو ځواکونو او ملکیانو د مرګژوبلې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه پیغام کې ادعا کړې چې وسله‌والو یې په غزني کې ۲۲ افغان کمانډو سرتېري وژلي.

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له شااوخوا یوې اوونۍ د طالبانو بریدونه دوام لري.

غزني د افغانستان د مرکز کابل او جنوبي ولایتونو ترمنځ پروت ستراتېژيک ولایت دی چې څو واره‌یې په بېلابېلو سیمو کې وسله‌والو مخالفینو بریدونه کړي.

سږ کال د اګسټ په لسمه وسله‌والو طالبانو د غزني ښار د نیولو هڅه وکړه چې له څو ورځې خونړۍ جګړې او دواړو لورو او ملکیانو تر درنې مرګژوبلې وروسته بالاخره افغان پوځيانو وسله‌وال طالبان له ښاره وایستل.

راپور: صفي‌الله ستانکزی