د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

کابلي: د ایران، روسیې او پاکستان ملاتړ د طالبانو د حملو د زیاتوالي لامل دی


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو د حملو د زیاتېدو لامل، له دغې ډلې د ایران، پاکستان او روسیې ملاتړ دی.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي، د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته د روسيې، ایران او پاکستان له خوا وسله والوطالبانو ته یو ډول امتیاز ورکول وو.

د دغه ګوند رئیس نجیب الله کابلي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ایران، روسیه او پاکستان هڅه کوي چې له وسله والو طالبانو سره مرستې جاري وساتي او له افغان ځواکونو سره یې په جنګ کې برلاسي وښيي.

ښاغلي کابلي وویل، یاد درې واړه هېوادونه غواړي چې د وسله والو طالبانو په لس کلنو جنایتونو سترګې پټې او نړۍ ته یې د یوه برحقه ځواک په توګه ور وپېژنې.

نجیب الله کابلي
نجیب الله کابلي

دی وایي:

"روس، ایران او پاکستان غواړي چې طالبان د تېرو اعمالو نه مبراء وښيي، موږ د مسکو ناسته محکوموو، ځکه له دغې ناستې دوه اوونۍ مخکې د طالبانو د وقار د ساتلو په خاطر، د پاکستان (ای. اېس. ای) د ایران سپاه پاسدارانو او روسانو په دې برخه کې کار وکړ، د دوی لوژستیکي اکمالات د روسانو په مرسته د ایران د سپاه قدس له خوا کېږي او (ای. اېس. ای) هم پکې لاس لري."

ښاغلي کابلي د فراه، فاریاب، غزني او داسې نورو ولایتونو ناامنيو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې په دغو ټولو ناامنیو کې ایران، روس او پاکستان لاس لري او د طالبانو په ذرېعه یې په افغانستان کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده.

ده ټینګار وکړ چې افغان حکومت دې د یوې سیمه ییزې اجماع په جوړولو سره نړیوالو ته وښيي چې د افغانستان په جګړه کې د سیمې یو شمېر هېوادونه لاس لري او مخنیوي ته یې باید ګډ تصامیم ونیول شي.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو مسؤلین یې د یادو ادعاو په اړه څه ویلو ته حاضر نه شول.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د پاکستان سفارت د رسنیو د څانګې مسؤل حسین له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ويي ویل:

"موږ له پخوا راهیسې دا رد کړي دي، دا یوازې تورونه لګول دي او تل مو رد کړي دي، د پاکستان امن په افغانستان پورې تړلی، که په افغانستان کې امن نه وي، نو په پاکستان کې به څنګه امن راشي؟"

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په افغانستان کې د ایران او روسیې د سفارتونو نظر هم ولرو، خو بریالي نه شو.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د ناستې په پیل کې وویل، روسیه هڅه کوي چې د دغې ناستې له لارې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته زمینې برابرې کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د مسکو د ناستې په تړاو د ښاغلي کابلي د څرګندونو د یوې برخې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې یاده ناسته کوم لوري ته د امتیاز ورکولو لپاره نه، بلکې د لومړنیو نظریاتو د تبادلې لپاره جوړه شوې وه.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG