د غزني-پکتیکا لارې د خلاصون عملیات پیل شول

د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغو ولایتونو ترمنځ د لویې لارې په بندېدو له ستونزو سره مخ دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، د پاخه سړک پر ځای پر خامه لارو تګ راتګ کوي، د یوه ساعت پر ځای په دوه درې ساعتونو کې رسېږي، خولې یې له خاورو ډکې او سخت تکلیف ورباندې تېرېږي.

بل لور ته په غزني کې نظامي چارواکي وايي، د دې لارې د خلاصون او د یاد سړک د بیا رغونې په هدف‌یې عملیات پیل کړي دي چې د «سینې» تر سیمې رسېدلي دي.

په زون کې د ملي اردو د ارکان رئيس روح‌الله په کوه باد سیمه کې خبریالانو ته وویل، وسله‎والو طالبانو د دې لارې له بندېدو وروسته نږدې پنځه کېلو متره پوخ سړک اړولی دی.

د غزني او پکتیکا ترمنځ ویجاړه شوې لار

هغه زیاته کړه:

"د دې لارې له خلاصونه وروسته به پر دغه لاره د هوايي او ځمکني ځواکونو په ملاتړ له ۱۵ تر ۲۰ امنیتي پوستې واچوو، څو خلک په ارامه پرې تګ راتګ وکړي، طالبانو د عامو خلکو پر مخ دغه سړک ویجاړ کړی او خلکو ته‎یې زیان اړولی دی."

په دې اړه نور: د غزني اوسیدونکي د ملکي روغتون له خدماتو ناخوښ دي

په غزني کې د ملي اردو د ارکان رئیس ډګرمن حکیم خان هم وویل:

"عملیات د غزني اندړو ولسوالۍ د سينې تر سیمې رسېدلي او نور هم پر مخ روان دي، په‎دې عملیاتو کې يې وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده."

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د غزني-پکتیکا دغه لاره څه باندې څلور میاشتې وړاندې هغه مهال وسله‎والو طالبانو وتړله چې د غزني پر اندړو ولسوالۍ یې ډله‎ییز بریدونه وکړل، خو عامو خلکو ته‌يې په خامه سیمو کې د تګ راتګ اجازه ورکوله.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر