د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د غزني اوسیدونکي د ملکي روغتون له خدماتو ناخوښ دي


د غزني اوسېدونکي شکایت لري چې د دغه ځای په ملکي روغتون کې ناروغاتو ته چندان پاملرنه نه‎کېږي او درمل یې د روغتون د ډاکټرانو له لوري پلورل کېږي او دوی ته نه ورکول کېږي.

دوی زیاتوي، په‎دغه روغتون کې له ناروغانو سره د مور او مېرې د سلوک ترڅنګ د ډاکټرانو د دغه ناوړه چلند له امله خلک په نیستمن حالت کې شخصي روغتونونو ته ځي.

دغه روغتون ته راغلي کسان وايي:

"رنځوران په کتار ورته ناست وي، خو دوی په خپله مخه تللي وي."

که دغه کسان د ډاکټرانو د پر وخت نه راتګ خبره کوي، خو ډېری نور بیا د ډاکټرانو له لوري د کار نه خلاصولو څخه سرټکوي.

دا چې په دغه روغتون کې د زیاتې ګڼې ګوڼې او تر ټاکلي حد د زیاتو ناروغانو درملنه کېږي، نو ځینو نورو کسانو بیا له خلکو سره د چندان ښې رویې نه کولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل:

"ډاکټران ناروغان له ملکي روغتونه شخصي کلنیکونو ته ور بولي، څو یې هلته تداوي کړي او پېسې ورڅخه واخلي."

که ډېری کسان په دغه ملکي روغتون کې د ډاکټرانو او د روغتون د کارکوونکو له ناسم چلنده سرټکوي، خو ځینې کسانو بیا ازادي راډیو ته وویل، د ډاکټرانو له کړنو خوښ او درملنه یې کېږي.

ډاکټر باز محمد همت
ډاکټر باز محمد همت

د دغه روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت ازادي راډیو ته د دغه کسانو شکایت بې ځایه وباله او ویې وویل:

"د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله به ډاکټران ځینې وخت کوتاهي کوي، خو بیا یې هم له خلکو سره چلند د ستاینې دی."

د غزني دولتي چارواکي هم په ملکي روغتون کې دا ستونزې مني، خو وايي غم به یې وخوري.

محمد عارف نوري
محمد عارف نوري

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

"هڅې روانې دي چې دغه شفاخانه هم د لومړي درجې ولایت د شفاخانې په رنګه مجهز کړي."

په غزني کې د ولسي خلکو ترڅنګ مدني فعالان هم په روغتون کې د ډاکټرانو له کړنو ناخوښ او دغه روغتون د مافیا په لاس کې لویدلی عمل ګڼي.

مدني فعال نظر افغان وايي:

"ناروغان خپلو شخصي روغتونو ته لېږل، د درملو پلورل، ډاکټران په خپلو شخصي معاینه‎خانو کې ټوله ورځ کار کول او داسې نور هغه مشکلات دي چې زموږ ښاریان ورسره لاس او ګریوان دي، که د روغتونو دغه سیسټم سم نه‎شي ستونزې به ورسره ډېرې شي."

د غزني ملکي شفاخانه چې د غزني د ۱۸ ولسوالیو سره-سره له څنګلورو ولایتونو څخه هم ورته ناروغان راوړل کېږي او په‎دغه ځای کې د نظامي شفاخانې د نه شتون له امله د ولسي خلکو ترڅنګ نظامي کسان هم په کې تداوي کېږي چې د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د روغتیا وزارت له لوري په میاشت کې له ورکړل شوې شمېرې د اتو زرو زیاتو کسانو درملنه کوي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر-غزني

XS
SM
MD
LG