پر خبریالانو د برید په اړه د رسنیو د ملاتړ ټولنو غبرګونونه!

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د ماښام په انتحاري حمله کې د خبریالانو وژل کېدو او ټپي کېدو، د خبریالانو او د دوی د ملاتړو ټولنو تُند غبرګونونه راپارولي دي.

د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۴» په یوې انتحاري حمله کې د طلوع ټلوېزیون د یوه خبریال او یوه تصویر اخیستونکي له وژل کېدو سره، په روان لمریز کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېد.

په دې اړه نور: د مطبوعاتو نړیواله ورځ او د زړورو افغان ژورنالېستانو یاد!

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی او د خبریالانو پر کارونو ناوړه اغېز کوي.

د دغې کمېټې د عدالت غوښتنې د برخې مسؤل صدیق‌الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې دغه هدفمنده حمله د خبریالانو د وېرولو په خاطر ترسره شوې ده.

توحیدي: دا حملې ناوړه رواني اثرات رامنځه کوي

نوموړي زیاته کړه:

"په دقیقه توګه موږ په دې باور یو چې په دوهمه حمله کې په هدفمندانه توګه خبریالان په نښه شوي او غوښتل يې یوه رسنیزه وېره رامنځته کړي، دا حملې ناوړه رواني اثرات رامنځه کوي."

صمیم فرامرز او رامز احمدي د طلوع ټلوېزیون خبریال او تصویر اخیستونکی، د چهارشنبې په ورځ ماښام، د راپور ورکولو پر مهال په یوې انتحاري حمله کې ووژل شول.

د موبي ګروپ رئيس سعد محسني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې صمیم فرامرز او رامز احمدي د خبریالۍ مهمه دنده ترسره کوله او وژنه‌یې ستره ضایعه ده.

د طلوع ټلوېزیون وژل شوی خبریال صمیم فرامرز

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د مسؤلینو په خبره، په دغه پېښه کې څلور خبریالان ټپیان شوي هم دي.

د روان لمریز کال د ثور په ۱۰مه، د کابل ښار په شش درک سیمه کې په دوه پرله‌پسې انتحاري حملو کې، د ازادي راډیو د خبریالانو سباوون کاکړ، عبادالله حنان‌زي او فرشتې محرم درانۍ په ګډون نهه افغان خبریالان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

محرم درانۍ، عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ

په ورته وخت کې په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمد شاه د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا ووژل شو او دا په داسې حال کې ده چې له دغو پېښو پنځه ورځې مخکې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په کندهار ولایت کې وژل شوی و.

دغو پېښو او په ځانګړي ډول په کابل کې د چهارشنبې د ورځې پېښې خبریالان سخت خواشیني کړي دي.

افغان خبریال ندیم اندېش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"واقعاً خواشینوونکې پېښه وه، د ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره، دا د خبریالانو پر کار ناوړه اثر لري، دا شان پېښې باید خبریالان له خپل کاره راونه‌ګرځوي او د ژورنالېستانو د خوندیتوب لپاره باید جدي ګامونه پورته شي."

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان خبریالانو اندېښنې پر ځای ګڼي وايي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له پخوا راهیسې تدابیر نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند له ازادي راډیو سره په خبرو کې خبریالانو ته یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.

ده وویل:

"وړاندې له دې هم ګډې کمېټو ځینې تدابیر نیولي وو، نو په یو ځای کې چې پېښه رامنځته کېږي او امنیتي ځواکونه ساحه بندوي او کنټرولوي یې، د رسنیو د مسؤلینو مسؤلیت دی چې تر هغې ساحه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کنټرول شوي نه‌وي، هلته خپل خبریالان وانه‌ستوي."

د دغو پرله‌پسې حملو مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

که څه هم د پېښې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، خو د کابل د ګارنېزیون قوماندان مراد علي مراد ازادي راډیو ته ویلي چې په دې حمله کې د ۲ خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

راپور: خان محمد سیند