له ایرانه د راستانه شویو افغان کډوالو په شمېر کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو اتو میاشتو کې نږدې پنځه لکه افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

دا وزارت وايي، د تېر کال په پرتله له ایرانه هېواد ته د راستانه شویو کډوالو په شمېر کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې وزارت رسنیز سلاکار حفیظ احمد میاخېل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۴» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د تېر کال په پرتله له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د راتګ کچه ۵۳ سلنه لوړه شوې ده، تېر کال په همدومره موده کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو، دا اکثراً هغه افغان ځوانان دي چې په غیر قانوني توګه ایران ته د کار لپاره تللي وو، نو زیاتره‌يې اقتصادي کډوال دي."

حفیظ احمد میاخېل

ښاغلی میاخېل وايي، افغان کارګر د ایراني تومانو د نرخ د ټيټېدو او اقتصادي ستونزه له امله اړ کېږي چې په‎خپله خوښه ایران پرېږدي.

په دې اړه نور: د ایراني تومانو د نرخ په لوېدو سره ګڼ شمېر افغان کارګرو ایران پرېښود

پر ایران د امریکا له‎خوا لګول شویو بندیزونو او په نتیجه کې یې د ایراني ریال بې‌ارزښته کېدو په‎‎دې هېواد کې د وزګارو خلکو په شمېر کې زیاتوالی راوستی چې په نتیجه کې یې پر افغانانو هم ناوړه اغېز کړی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس‎مهال په ایران کې ۲،۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې نږدې يو میلیون‌یې د کډوالۍ کارتونه او ۴۵۰ زره نور یې بیا پاسپورټونه لري.

خو د دغه وزارت په خبره نږدې يو میلیون نور افغانان بیا پرته له قانوني اسنادو په ایران کې ژوند کوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د مهاجرت نړیوال سازمان په‎خپل يوه راپور کې ویلي و چې له ایرانه افغانستان ته د راستېدونکو کډوالو په شمېر کې دوه چنده زیاتوالی راغلی او ښايي پر ایران د امریکا د بندیزونو د سختېدو په نتیجه کې دغه شمېر تر دې هم زیات شي.

په دې اړه نور: په ایران کې د افغانانو د ژوند دوام ورځ په ورځ ګرانیږي

خو له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې خان زمان مدبر وايي چې له ایران او نورو بهرنیو هېوادونو نه د افغان کډوالو راستنېدل به په کور دننه د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل شي.

دی وايي:

"له ایرانه افغانستان ته د زیات شمېر افغان کډوالو راستنېدل به په کابل او نورو ولایتونو کې د بې‌کارۍ، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو لامل شي او له بده‎مرغه دغه بهیر به په راتلونکي کې د افغانستان لپاره ډېرې ناوړې پایلې ولري."

ښاغلی مدبر وايي، افغان حکومت له بهرنیو هېوادونو نه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کوم ځانګړی پلان نه‎لري چې له امله‌يې ورځ تر بلې په هېواد کې د بې‌وزلۍ او فقر کچه مخ په زیاتېدو ده.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار بکتاش رویش بیا په‎دې برخه کې د يو لړ پلانونو او پروګرامونو خبره کوي او وايي چې حکومت هېواد ته د راستېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او کاري زمنیو برابرولو ته ژمن دی.

د ښاغلي رویش په خبره، دغه وزارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډې همکارۍ د يو شمېر نورو هېوادونو سره خبرې کړي، څو افغانانو ته په‎خپلو هېوادونو کې کاري زمینې مساعدې کړي.

راپور: محمد واصل وصال