په کندز ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتون چارواکي وايي چې پهدې ولایت کې د ماشومانو معتاد کېدل دوی ډېر اندېښمن کړي دي.
د دوی په خبره چې یو شمېر ماشومان د مهاجرت پر مهال په مخدرو موادو اخته شوي دي او یو شمېر نور یې بیا د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د کورنیو لهخوا معتادین شوي دي.
په کندز کې د معتادینو د درملنې ۸۰ بسترېز روغتون چارواکي وايي چې پهدې وروستیو کې په نشه د اخته ماشومانو له ډېری پېښو سره مخ شوي دي.
د کندز د معتادینو روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخیل ازادي راډیو ته پهدې اړه وویل:
"زموږ سیمهییز کار کوونکي له داسې معتاد ماشوم سره مخ شوي دي چې عمر یې تر لسو کالو پورته نه و او دغه راز یې د امام صاحب له ولسوالۍ څخه موږ ته یو ۱۱ کلن معتاد ماشوم د درملنې لپاره راوړی و چې په ایران کې یې شپني کوله او هلته د پسونو خاوند په زور په نشه اخته کړی و."
ښاغلي میاخیل وايي چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ماشومانو ترمنځ د اعتیاد عامېدل دوی ډېر اندېښمن کړي دي او زیاتوي چې دا ماشومان د خپلو کورنیو لهخوا معتاد شوي دي.
میاخېل زیاتوي:
"د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې چې د احترام په خاطر یې نومونه نه اخلم، ځينې غالۍ اوبدونکې ښځې خپلو کوچنیانو ته تریاک ورکوي، ترڅو هغوی ویده شي او میندې یې په ډاډه زړه غالي و اوبي."
بلخوا په شمال ختېځ زون کې د مدني ټولنو د شبکې رئیس عنایت خلیق هم په نشهيي موادو د اخته کېدلو مسئلې ډېر اندېښمن کړی دی او پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو دې جدې څارنه وکړي.
دی وايي:
"زموږ په ټولنه کې اعتیاد له لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي چې موږ یې په کندز کې بېلګې لرو، خو تر اوسه یې پر خلاف جدي ګامونه نهدي پورته شوي او ان له دې ماشومانو څخه جنسي ګټه هم اخېستل کیږي چې په ټولنه کې یې پېښې شته."
په ورته وخت کې هغه شمېر ځوانان چې دا مهال د کندز د معتادینو په روغتون کې بستري دي وايي چې مخدرو موادو دوی له خپلوانو او ټولنې څخه بېل کړي دي.
شاه رسول چې اوس پر خپلو تېر وتنو پېښمانه دی وايي:
"موږ دلته درملنه کوو او د شفاخانې ټول اصول پرخپل ځان عملي کوو، پخوا چې معتاد وم د ټولنې خلکو را باندې خندل، خو اوس احساس کوم چې روغ شوی یم."
د کندز یو شمېر مدني فعالان د مخدرو موادو د زیانونو په اړه د خلکو د پوهاوي کموالی او د ځوانانو لپاره د سالمو مصروفیتونو نشتوالی په نشو د اخته کېدلو ستر لاملونه بولي او زیاتوي چې په مخدرو موادو د ماشومانو او ځوانانو روږدېدل به د هېواد راتلونکي نسل له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
دوی پر دولت غږ کوي چې د نشهيي موادو پر وړاندې دې جدې ګامونه واخلي او ځوانان دې د نشې له بلا څخه وژغوري.
راپور: اجمل ارین، کندز
دا راپور په غږېزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5