درې روسي ژورنالېستان په افریقا کې وژل شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې درې روسي ژورنالېستان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د یو مستند فلم د جوړولو پر مهال وژل شوي.

ویل کېږي چې دې روسي ژورنالېستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د درې واړو ژورنالېستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس وايي، کله چې دا خبریالان له پایتخت بانګوی ( Bangui) څخه بهر وتل، نو د تلاشۍ په یوه پوسته کې درول شوي وو.

دې اژانس زیاته کړې چې دا درې واړه روسي اتباع د نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د دې وژل شویو خبریالانو مړي د سیبو په نوم یو ښار کې موندل شوي دي او د وژنې هدف غلا ښکاري.

د روېټرز خبري اژانس د سیبو د ښاروال له خولې ویلي چې برید وسله‌والو کسانو کړی او د موټر چلوونکی په دې برید کې ژوندی پاتې شوی دی.