ملګري ملتونو په جلال‌اباد کې د بریدونو په اړه غصه څرګنده کړې

ملګري ملتونو په جلال‌اباد کې د کډوالو چارو پر ریاست د وروستي برید په شمول دغلته د بریدونو د هغې لړۍ په اړه غصه څرګنده کړې چې په‌کې ولسي خلک او ملکي ادارې په نښه کېږي.

په جلال‌اباد کې د کډوالو چارو پر ریاست په پروني ډله‌ییز برید کې د چارواکو په وینا ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، دې برید چې شپږ ساعته‌یې دوام وکړ د دې ریاست ودانۍ هم تر ډېره ویجاړه کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په یو بیان کې ویلي، جلال‌اباد ښار او شااوخوا سیمې یې په وروستیو میاشتو کې د ګڼو داسې بریدونو شاهدې وې چې د روغتونونو او ښوونځیو په شمول په‌کې ملکي اهداف په نښه کېږي.

تدامیچي یاماموتو​: دا بریدونه چې په قصدي توګه په‌کې ولسي خلک په نښه کېږي د کرکې وړ دي.

​په خبرپاڼه کې درې ورځې مخکې جلال‌اباد ښار کې د قابله‌ګانو د روزنې پر یو مرکز د ورته برید یادونه شوې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي:

"دا بریدونه چې په قصدي توګه په‌کې ولسي خلک په نښه کېږي د کرکې وړ دي."

ملګرو ملتونو دا بریدونه قساوت بللی او ټینګار یې کړی چې د دې بریدونو له ترسره کوونکو سره د محاسبې لپاره باید ټولې هڅې ترسره شي.

بل‌خوا ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د ننګرهار خلکو ته د غمشریکۍ تر څنګ ډاډ ورکوي چې د ښاریانو د امنیت د ساتلو په خاطر به هر اړخیز ګامونه واخلي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه به د ترورېستانو ځالې په نښه کړي.