په جلال اباد کې پروني برید پینځه کسان وژلي دي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې پروني برید پینځه کسان وژلي او اته نور يې ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عظا الله خوګیاني پرون ماذدیګر خبریالانو ته وویل وسله والو د جلال اباد په دریمه ناحیه کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز حمله وکړه چې څو ساعته يې دوام وکړ .

" ددې برید پر مهال دوه بریدګر وژل شوي درې تنه نور چې دوه يې ددې مرکز ساتونکي او یو موټر چلونکی و،وژل شوی دي.اته تنه ټپیان لرو چې درې يې سرتیري ،درې يې ملکیان او دوه نور د قابله ګانو د روزنیزې ادارې کارکونکي دي."

د ښاغلي خوګیاني په خبره افغان امنیتي ځواکونو د قابله ګانو د روزنې له مرکز څخه شاوخوا ۴۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو،ژغورلي دي.