دفاع وزیر: حکومت ښايي په نږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي

د افغانستان دفاع وزیر وايي حکومت ښايي په نږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي.

طارق‌شاه بهرامي پرون چهارشنبه په پکتیا کې دا خبره وکړه او د دې ولایت پر سیمه‌ییزه اداره او امنیتي ځواکونو یې غږ وکړ چې د حکومت د سولې د پروګرام د عملي کولو لپاره تیاري ولري.

ښاغلي بهرامي ونه‌ویل چې اوربند دقیقاً بیا څه وخت اعلانېږي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر پرون په افغانستان کې د ناټو او د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نېکلسن سره یوځاي پکتیا ته تللي ول.

جنرال جان نېکلسن پرون په پکتیا کې وویل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ کوي.