ټرمپ واشنګټن ته د روسیې د ولسمشر د بلنې سپارښتنه کړې

سپینه ماڼۍ وایې د امریکا ولسمشر واشنګټن ته د روسیې د ولسمشر د بلني سپارښتنه کړې ده .

د سپینې ماڼۍ ویاندې د پنجشنبه په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چارواکو ته سپارښته کړې چې ولادیمیر پوتین په مني کې واشنګټن ته ور وبولي .

سارا ساندرز ویلي ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن څخه غوښتي چې دا کار وکړي . ساندرز زیاتوي پدې اړه بحثونه روان دي.

د همدې ورځي په سر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تمه لري له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره دوهمه لیدنه هم وکړي څو د لومړنۍ لیدنې پر مهال د ځینو نظریو د بشپړیدو لپاره کار پیل کړي ، خو په دې اړه یې نور جزییات ندي ورکړي.

ولسمشر ټرمپ وایې پدې کې د تروریزم مخنیوی ، د اسرائیل لپاره امنیت ، د اټومي وسلې اړوند موضوعات شامل دي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز د پروپاګند ، سایبر یا انټرنټي بریدونو ، سوداګرۍ ، اوکرایین ، د منځني ختیځ سوله ، شمالي کوریا او داسي نورو مواردو ته هم اشاره کړې ده.