توحیدي: افغان خبریالان د داعش او طالبانو له ګواښونو سره مخ دي

په افغانستان کې د خبریالانو د مصئونیت کمېټه د ۲۰۱۷مېلادي کال په پرتله د روان کال په ترڅ کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی له زیاتېدو خبر ورکوي.

د یاد بنسټ د حق غوښتنې کمېټې مشر صدیق الله توحیدي نن چهارشنبه د جولای پر ۱۸ نېټه په بلخ کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې په روان کال کې نسبت د ۲۰۱۷ مېلادي کال لومړۍ شپږو میاشتو ته د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی څه باندې ۲۰ سلنه زیات شوی دی.

توحیدي وویل چې د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت ته رسولي دي چې په کې قتل، وهل ټکول، توهین، تحقیر او له رسنیو څخه د خبریالانو اخراج هم شامل دی.

صدیق الله توحیدي وویل:

صدیق‌الله توحیدي

"متسفانه د ۲۰۱۸ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې کوم ارقام چې موږ سره ثبت ته رسېدلي دي، ښايي چې د خبریالانو په وړاندې وضعیت ډېر کړکېچن دی او تاوتریخوالی یې په وړاندې زیات شوی دی، په دې ترڅ کې د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت ته رسېدلې دي چې ۱۱ پېښې یې قتلونه دي."

د خبریالانو د مصئونیت کمېټه وايي، د جګړې زیاتوالی او د تروریستانو حضور په افغانستان کې د اطلاع رسونې په برخه کې او د خبریالانو د حیات په وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.

د دې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ چې افغان خبریالانو ته د تر ټولو ډېر ګواښ د داعش ډلې او طالبانو لخوا متوجه دی.

د خبریالانو د مصئونیت کمېټې د حق غوښتنې د څانګې مشر صدیق الله توحیدي وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له لسو زیات افغان خبریالان د داعشیانو او طالب وسله والو لخوا په هدفمندو انتحاري حملو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"داعش ‌‌ډله او طالبان د ۳۷ پېښو مسئولیت منلی چې اکثر تهدید او د خبریالانو وژنې دي، په مرګ ګواښل او فزیکي تاوتریخوالی د هغوی لخوا ډېر ترسره شوي، دولت ته د مربوطه کسانو او امنیتي ځواکونو لخوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۶ پېښې ثبت شوي دي د دویم قطار کې راځي او اکثرآ یې لفظي تهدید، وهل ټکول یې ترسره کړي."

په افغانستان کې د مصئونیت کمېټې چارواکي وايي چې د ټاکنو پیلېدونکي بهیر هم د خبریالانو په وړاندې د احتمالي ګواښ کچه زیاته کړې ده او د ټاکنو په پروسه کې خبریالانو د زورواکو نوماندانو لخوا تر فشار لاندې وي.

په عین وخت کې، په شمال زون کې افغان خبریالان وايي چې توهین، له هغوی سره بد چلند، د خبریالانو وهل ټکول او په غیر قانوني ټوګه د هغوی نیول د ګواښونو هغه پېښې دي چې د خبریالۍ دندې پر مهال ورسره مواجه دي.

په بلخ کې افغان خبریال الهام قاطع وايي سره له دې چې د دولت د مخالفو وسله والو لخوا خبریالانو ته ګواښونه متوجه دي، د دې سربېره خبریالان وظیفوي مصئونیت هم نه لري.

الهام په دې اړه وویل:

"د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو سربېره، بله مسئله دا ده چې افغان خبریالان وظیفوي مصئونیت نه لري، د رسنیو مسئولان هر کله چې وغواړي دوی له دندې ګوښه کوي."

په شمال زون کې د هشت صبح خبریاله شکیبا سعیدي وايي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او دولت سربېره پر دې چې نه دی توانېدلی خبریالانو ته د فعالیت مصئون چاپېریال مساعد کړي، برعکس خپله د خبریالانو د فعالیت په وړاندې د خنډونو عامل بلل کېږي.

شکیبا زیاته کړه:

"دولت د دې ترڅنګ چې نه دی توانېدلی د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي مخ ډب کړي، برعکس د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او دولتي کسان هم په دې تاوتریخوالو کې لاس لري."

په داسې حال کې د خبریالانو د مصئونیت کمېټه د جګړو د زیاتوالي له امله د ژورنالیستانو په وړاندې د تشدد له زیاتوالي خبره کوي چې ورځ تر بلې په ګن شمېر شمالي، جنوب لوېدیځ ولایتونو کې د داعش او طالب وسله والو فعالیت مخ په زیاتېدو دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی