د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

توحیدي: په روان کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او حکومت یې باید مخه ونیسي.

دغه کمېټه وايي، یوازې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درې میاشتو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې ۲۵ ځله تاوتریخوالی شوی چې ۱۴موارده یې په غور او هرات ولایتونو کې شوي دي.

د دغې کمېټې یو مسؤل صیدق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دغه تاوتریخوالي کې وهل ټکول او ګواښل شامل دي چې وايي، دوی یې اندېښمن کړي.

ښاغلي توحیدي له حکومت نه یې وغوښتل چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

وحیدالله توحیدي
وحیدالله توحیدي

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه د ۲۰۱۸ مېلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دغه ستونزه زیاته شوې چې په ټولیز ډول د افغانستان په ټولو زونونو کې ۲۵مورده تاوتریخوالی شوی، دغه مسئله د خبریالانو د خونیتوب کمېټه په دې دلیل د اندېښنې وړ ده چې د خبریالانو ګډې کمېټې او د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب ګډې کمېټې سربېره بیا هم له بده مرغه د حکومتي مسؤلینو له لوري د خبریالانو په وړاندې ناوړه چلند اوس هم ادامه لري."

ښاغلی توحیدي زیاتوي چې له دې ډلې یو مورد په شمال زون کې او نور یې په جنوب او جنوب ختیځ زونو کې شوي چې تروریستان د خبریالانو د کارونو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي او دوی یې د ټلیفون له لارې ګواښلي او له خبریالانو یې غوښتنې کړي.

نوموړی له حکومت نه په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو غواړي، چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پرځای له دوی ساتنه او ژوند ته یې پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسوشېټیډ پرېس خبري اژانس پر عکاس مسعود حسیني تېره شپه شااو خوا اووه بجې په کابل ښار کې نا معلومو وسله والو حمله وکړه.

ښاغلي حسیني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زما مخې ته یوه سراچه ودرېده درې تنه ترې راښکته شول، ډزې یې کولې او چغې یې وهلې چې له موټر ښکته شه، دوی په زما د موټر په ښیښو ډزې وکړې، ماتې یې کړې زه پوهه شوم چې دغه حمله ده."

که څه هم ښاغلی حسیني نه غواړي چې په دغه قضیه کې څوک تورن کړي، خو ټینګار کوي چې په تېره کې د داعش ډلې له لوري ګواښ شوی و، خو دغه ګواښ یې جدی نه و نیولی.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، بلکې له دې وړاندې هم دېته ورته زیاتې پېښې رامنځ ته شوې دي.

زابل کې د ملي راډیو تلوېزیون یو خبریال تېر ماښام ووژل شو

هلمند کې د اریانا تلویزیون خبریال ماین چاودنه کې ووژل شو

له بل لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په افغانستان کې اطلاعاتو ته د خبریالانو نه لاس رسی د دوی په وړاندې یوه بله ستونزه یاده وي او له حکومته غواړي، هغه څوک چې نه غواړي له خبریالانو سره اطلاعات شریک کړي مجازات کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مهمند وايي چې په راتلونکې اوونۍ کې به دغه وزارت د یوې کمېټې له لارې د اطلاع ورکونې مراجعو باندې د نظارت کار پیل کړي او د دوی کار او کړنې به دقیقې وڅاري.

له بلې خوا د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم مني چې اوس هم د افغان خبریالانو په وړاندې ستونزې موجودې دي او ټینګار کوي د خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې روانې دي.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"موږ منو چې ستونزې اوس هم موجودې دي، خو د حکومت د رهبرۍ او د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو په کچه قاطع اراده موجوده ده چې هر ډول ناوړه چلند او کړونه به د اړوند ارګانونو له لوري تعقیبېږي، هر څوک چې وي څه ډول چې قانون حکم کوي هغه شان به ورباندې قانون پلی کېږي."

په ورته وخت کې د کورنیو چاو وزارت ویاند نجیب دانش د خبریالانو د ژوند د خونیتوب خبر ورکوي او وايي هغه امنیتي ځواکونو چې له خبریالانو سره په تاوتریخوالي تورن شي، قانوني تعقیب به شي.

بل خوا یوشمېر افغان خبریالان وايي، که چېرې د حکومت له خوا د خبریالانو ژوند او حالت ته جدي پاملرنه ونه شي، د دوی پر وړاندې به تاوتریخوالی او ستونزې نورې هم زیاتې شي او په افغانستان کې د بیان ازادي په له سوال سره مخ کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG