په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي

دا  اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده

په روسیه کې د 2018 میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي.

ټاکل شوې چې سبا شنبه د بلجیم او انګلستان د فوټبال لوبډلې د دریم مقام لپاره سره مخامخ شي.

د یک شنبې په ورځ به وروستۍ لوبه وي او د فرانسې د فوټبال لوبډله به د کرویشیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

په وروستیو څو لسیزو کې ،دا اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.