روحاني: امریکا هېڅ نه‌شي کولی، څو د ایران د نفتو صنعت ته زیان ورسوي

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې امریکا هېڅ‎کله نه‎شي کولی، څو د ایران د نفتو صنعت ته زیان ورسوي.

ایران چې د امریکا له زیاتیدونکې فشار سره مخ دی خبرداری ورکړی چې د نفتو صنعت به یې محدود نه‎کړی شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني سویس ته په خپل دوه ورځني سفر کې همدارنګه وویل، هغه پالیسي چې د امریکا متحدو ایالتونو خپله کړې، د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه سرغړاوی دی.

نوموړي وویل:

"په‎دې برخه کې د امریکا فعالیت یو اړخېز پلوی کار دی. پر یو بل هېواد د خپلو مقراراتو تحمیلول دي او همدارنګه د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې د نړیوالو مقراراتو او اصولو ماتول دي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني

تردې مخکې د امریکا یو لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ ویلي و، د هېواد هدف یې دا دی چې په نړۍ کې د ایران تیل «هېڅ» شي او د فشارونو په نتیجه کې د ایران مشرتابه په سیمه کې خپل دریځ بدل کړي.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني په سویس کې وویل، دا منطق نه‎لري چې د ایران ګاونډیان د تیلو صادارتو ته دوام ورکړي او هېواد یې د تیلو له صادرولو منعه شي.

ایران د نړۍ د تیلو د صادرونکو هېوادونو یا اوپیک سازمان کې د تیلو درېیم تولیدونکی هېواد دی چې هره ورځ دوه میلیونه خام تیل تولیدوي.

امریکا په وروستیو کې له خپلو متحدانو غوښتي چې له ایرانه دې تیل نه اخلي، څو دا هېواد له اقتصادي فشار سره مخ شي.

واشنګټن همدارنګه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ایران سره له شوي اټمي تړونه په وتلو پر دې هېواد د نورو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني د اروپايي هېوادونو د ملاتړ خپلولو لپاره خپل وروستی سفر پیل کړی.

نوموړي د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد به یې تر هغې اټمي تړون ته ژمن پاتې شي چې دوه اړخېزې ګټې په‎کې په نظر کې نیول شوي وي.

که څه هم امریکا له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له اټمي تړونه ووتله، خو بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني ویلي دي چې دې تړون ته به ژمن پاتې شي.