د فوټبال نړيوال جام سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي

په سعودي عربستان کې خلک پرونۍ مسابقه ګوري

د ٢٠١٨م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي.

مصر به د يوروګواى، مراکش به د ايران او پرتګال به د هسپانيا په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.

د فوټبال نړيوال جام دغه مسابقې پرون پيل شوې، چې کوربه هېواد روسيې اوله مسابقه د سعودي عربستان په وړاندې وکړه.

روسيې پرونۍ مسابقه پنځه د صفر په وړاندې وګټله.