IOM:د ۲۰۱۸له پیل نه تر دامهاله ۳۰۵زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان «IOM»وايي، په وروستیو پنځو میاشتو کې ۲۸۵ زره افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې سازمان په رپوټ کې چې پرون جمعه د جون په لومړۍ خپور شوی همداراز ویل شوي چې ډېر هغه افغانان چې بېرته ستانه شوي یا استول شوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

رپوټ څرګندوي چې د تېرکال په پرتله، یونیم لک زیات افغانان چې په ایران کې مهاجر وو، په پنځو میاشتو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د روان مېلادي کال له پېل راهیسې ۱۲۰۰۰ بې اسناده افغانان له پاکستانه بېرته ستانه شوي یا له هغه هېواده په زور ایستل شوي دي.

د رپوټ په حواله، د اپرېل او مې میاشتو په ترڅ کې د ترکیې حکومت هم ۸۰۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې ویلي چې افغانان داسې هېواد ته بېرته استول کېږي چې جګړه روانه ده، د ملکي خلکو ژوند مصئون نه دی او ډېر وګړي فقر ځپلي دي.

دېرش فیصده بېرته ستنې شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري خو یوازې له اووه فیصده کورنیو سره د مرستو لپاره مالي امکانات موجود دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله، تېرکال شپږ لکه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي یا له یادو هېوادونو په زور ایستل شوي دي.

همدا راز، په افغانستان کې په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې درې لکه او شپېته زره کسان د کورنۍ جګړې له امله بېځايه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي د مې میاشتې پر اته ویشتمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د ۲۰۱۸ مېلادي کال له پېل راهیسې، دوه لکه کسان د جګړې او نورو ستونزو له امله بې ځایه شوي دي.

سید حسین عالمي بلخي

سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه:

"متاسفانه، په وروستیو کې ډېر خلک بې ځایه شوي دي، سږکال د وچکالۍ له امله ډېر خلک بې ځايه شوي دي، د امنیت خرابېدل هم د خلکو د بې ځایه کېدو سبب دي."

د ایټالیا حکومت په وروستیو کې یو میلیون ایرو له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان ته ورکړې چې له ایرانه د افغانستان ولایتونو هرات او نیمروز ته ستنېږي.

نړیوال بانک ویلي چې له ایران او پاکستانه د کډوالو د بېرته ستنېدو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش بهیر ټکنی شوی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان د اروپايي کمېسیون په حواله ویلي چې تېر کال ۳۵۸ افغانان له اروپايي هېوادونونو بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

خو له دې سره هم د ۲۰۱۸ مېلادي کال د جنورۍ اومارچ میاشتو ترمنځ، افغانان د نړۍ د کډوالو دریم ستر ګروپ وو چې اروپايي هېوادونو ته ور تښتېدلي دي.