د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

په کابل کې د امریکا سفیر: افغانستان د انساني قاچاق د ټرانزیت سرچینه ده


ناامني، بې‎وزلي او بې‎کاري په افغانستان کې د انساني قاچاق له لویو عواملو یادېږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس افغانستان د انساني قاچاق د ټرانزیت سرچینه یادوي او وايي، دغه پدیده د دې هېواد لپاره یوه لویه ننګونه ده.

د امریکا سفیر جان بس د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د شبکې پرانیست غونډې ته وویل، افغانستان دا مهال د انساني قاچاق په سرچینه او د ټرانزیت په مرکز بدل شوی او په وینا‎ یې په کوم هېواد کې چې قانون نه‌پلی کېږي، وګړي یې د دې پدیدې قرباني دي.

جان بس وايي، له انساني قاچاق څخه تر ډېره بې‎ځایه شوي کورني او افغان کډوال زیانمنېږي او د دوی د ژوند د خوندیتوب لپاره باید لاس په‎کار شو.

د امریکا سفیر جان بس
د امریکا سفیر جان بس

ښاغلی بس زیاتوي:

"افغانستان د انساني قاچاق مبدا او د ټرانزیت مرکز باندې بدل شوی، له نورو هېوادونو څخه انسانان دلته راوړل کېږي او ساتل کېږي، موږ پوهېږو چې بې‎ځایه شوې کورنۍ تر ډېره له دې لارې زیانمنېږي، نو په‎دې اساس باید اقدام وشي او دغه شبکه باید د حل‎لارې چارې ومومي او موږ په‎دې برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو یو."

انساني قاچاق سره د مبارزې په‎دې شبکه کې د نړیوالو سازمانونو، مدني فعالانو، دیني علماوو او رسنیو استازي غړیتوب لري.

دغې شبکې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په فعالیت پیل کړی او نن رسماً معرفي شوه.

یاده شبکه د انساني قاچاق څخه د مخنیوي، د قاچاق کوونکو محاکمه، د انساني قاچاق کوونکو ساتل، د قربانیانو خوندیتوب او هېوادوالو ته د عامه پوهاوي مسؤلیت لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، دا مهال ۵۰۰ زره افغان کډوال په اروپايي هېوادونو او ۱۴۵ زره نور افغانان په ترکیه کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

همدارنګه له ۲۲۲ زرو او ۸۰۰ تنو ډېر دننه په هېواد کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي چې تر ډېره د انساني قاچاق قرباني دي.

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغې غونډې پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه او کمزوری اقتصاد له هغو عواملو یادوي چې انساني قاچاق کوونکو ته‌يې زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی عبدالله په دې برخه کې هر ډول بې‌غوري د انسانانو له برخلیک سره لوبه ګڼي او په وینا یې د دې ګواښوونکې پدیدې د مخنیوي لپاره باید قانون تطبیق شي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله وايي:

"زموږ هېواد دا مهال له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ دی، له هغې ډلې یوه هم ناامني ده، خو د دغو ستونزو حل‎لاره دا نه‎ده چې خپل هېواد پرېږدي دا زموږ مسؤلیت دی چې د ژوند ښه زمینه برابره کړو او باید په‎دې برخه کې کار وشي، د قانون تطبیق او له انساني قاچاق سره مبارزه زموږ مسؤلیت دی."

ښاغلي عبدالله د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د خلکو عامه پوهاوی مهم ګڼي.

له بلې‎خوا د کډوالۍ نړیوالې ادارې «IOM» استازې میرمن سارا کرګس چې په افغانستان کې د انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې غړیتوب هم لري وايي، تر اوسه په افغانستان کې پنځه میلیونو کسانو ته د انساني قاچاق د ناوړو پایلو په اړه عامه پوهاوی شوی.

نوموړې په‎دې برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په همکاریو ټينګار وکړ.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG