د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت: په کور دننه ۱.۴ میلیونه کډوال لرو

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وایي، وچکالي او ناامني دواړه د دې لامل شوي چې ډېر شمېر خلک سږ کال له خپلو کورونو بې‌ځایه شي.

سید حسین عالمي بلخي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې روان کال ۲۰۰ زره کسان په کور دننه بې‎ځایه شوي دي چې لازمو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"بې‎ځایه شوي سږ کال تر ۲۰۰ زره ډېر دي چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي او فوق‎العاده مرستو ته اړتیا ده. شااوخوا ۱.۲ میلیونه کسان له وړاندې وو چې هغوی دوامداره بې‌ځایه شوي دي. اوس په مجموع کې ۱.۴ میلیونه په کور دننه بې‎ځایه شوي لرو. البته یو شمېر یې د امکاناتو په برابرېدو سره بېرته خپلو سیمو ته ځي."

سید حسین عالمي بلخي

ښاغلی بلخي وایي، تر ټولو ډېر بې‎ځایه شوې کورنۍ په وروستیو ورځو کې له بغلان، فاریاب، غور، بادغیس او ځینو نورو سیمو څخه دي چې هرات یا نورو سیمو ته تللي دي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې په هرات کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې شااوخوا پنځه زره کورنۍ له غور، فاریاب او بادغیس څخه هرات ولایت ته تللې دي.

دغه اداره وایي تر اوسه د دغه شمېر نیمایي برخې ته چې د مرستو مستحق بلل شوي، مرستې رسېدلي او هڅه کوي خپلو سیمو ته د بېرته تګ زمینه ورته برابره کړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې بې‎ځایه شویو ته د مرستو رسېدل له دې کبله ستونزمن دي چې نړیوالې او غیر دولتي مؤسسې ځینو لیرې پرتو سیمو ته نه‌ځي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"کله چې د بې‎ځایه شویو شمېر ډېرېږي، اړینه مرسته ورسره نه ترسره کېږي. ستونزه دا ده چې ځینې داسې سیمې شته چې نړیوالې یا غیر دولتي مؤسسې هلته نه‌ځي او د افغانستان دولت هم په دې برخه کې لازمه بودجه نه‎لري."

په همدې حال کې افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ په ارګ کې له وچکالي‌ځپلو خلکو سره د بشري مرستو د تنظیم په هدف د مرسته رسوونکو نړیوالو ادارو له استازو سره ولیدل.

ولسمشر غني په ۱۶ ولایتونو کې د وچکالۍ له کبله خلکو ته د رسېدلو زیانونو له کبله اندېښنه وښوده او د دولت اوسنۍ مرستې یې کافي نه‎دي بللي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې په همدې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل چې دا موضوع په جدي ډول تعقیبوي او زیانمنو سیمو ته‌یې خپل استازي لېږلي دي.

نوموړي ژمنه کړې چې ملګري ملتونه به خپلې مرستې د افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې «او. سي. اېچ. ای» ویلي و چې په افغانستان کې لږ تر لږه دوه میلیونه کسان د خوړو د نه‌خوندیتوب له امله له جدي خطر سره مخامخ دي.

دغه اداره وايي، افغانستان په بېړني ډول ۱۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.