نرګس نهان: د کانونو د قانوني کېندنې پر وړاندې د ستونزو جوړوونکو نومونه افشا کوم

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته په ټینګار سره وايي چې د زورواکو په ګډون د ملي شورا او ولایتي شورا یو شمېر غړي د کانونو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي، د امنیت شورا تر پرېکړې وروسته به د هغو زورواکو او د ملي شورا او ولایتي شوراګانو د غړو نومونه له رسنیو سره شریک کړي کوم چې د کانونو د قانوني استخراج په وړاندې ستونزې رامنځته کوي او یا یې هم په خپل‎سري ډول سپړي.

نرګس نهان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغو کسانو نومونه‌یې امنیت شورا ته سپارلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان

نوموړې وویل:

"له طالب او داعشه ګیله نه‌شته، ځکه دوی د نظام دښمنان دي، دوی نه‌یوازې د کانونو په برخه کې، بلکې په هره ساحه کې چې وغواړي نظام ته زیان اړوي، غواړم واضح ووایم چې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي شته چې موږ یې له جدي ستونزو سره مخ کړي یو."

دا لومړی ځل نه‎دی چې د کانونو پر وړاندې د ستونزو د راپیدا کولو په اړه د ملي شورا او ولایتي شوراګانو په ځينو غړو تور پورې کېږي، بلکې تر دې مخکې هم د ملي شورا یو شمېر غړي په غیر قانوني توګه د کانونو په غیر قانوني استخراج تورن شوي وو.

افغانستان ګڼې طبیعي سرچینې او کانونه لري چې سره زر، مس، لاجورد، نفت، تالک، مرمر او د ډبرو د سکارو په ګډون بېلابېلې نورې قیمتي ډبرې په‎کې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د «ګلوبل وټنس» په نوم یوې غیر دولتي نړیوالې مؤسسې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، داعش د عربستاني او پاکستاني انجنيرانو په مرسته په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي.

د دغې مؤسسې په راپور کې د ځینو کسانو په حواله چې هویت‌یې پټ ساتل شوی راغلي چې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د ننګرهار په ځینو سیمو کې ماشینونه او نور تجهیزات ځای پر ځای کړي او عملاً یې د قیمتي ډبرو ایستل پیل کړي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې که څه هم دغه راپور په ښکار تأیید او یا رد نه‎کړ، خو زیاته‌یې کړه چې د دغه راپور په چمتووالي کې دوی له ګلوبل وټنس مؤسسې سره مرسته کړې ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت د «ګلوبل وټنس»​ مؤسسې د راپور د تأيید تر څنګ وايي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش د ننګرهار په شمول په ځینو ولایتونو کې کانونه راسپړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان که څه هم دغه تورونه نه‌تأییدوي او نه هم ردوي، خو وايي که داسې څه موجود وي د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت دې مخه ونیسي.

عرفان‎الله عرفان

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"حکومت تل د خپل بام واورې د نورو په بامونو وراچوي، خپله حکومت ستونزې لري، مدیریت نه‎لري، له بده‎مرغه په تېرو څه باندې ۱۴ کلونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ ته داسې څوک رانه‎غی چې دغه وزارت مدیریت کړي، شک نه‌شته چې موږ په ټولو ابعادو کې ستونزې لرو، زه نه‌تأیید او نه هم ردوم چي ستونزې شته، خو په اصل کې ستونزه د وزارت په مدیریت کې ده."

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم ورته نظر لري.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي افغانستان د تریلیونونو ډالرو په ارزښت کانونه لري چې په‎دې وروستیو کې د دغه هېواد د ۳۳ سلنه کانونو قیمت درې تریلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي چې په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کېندنې د مخنیوي او خوندیتوب لپاره‎یې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست د کار کوونکو په ګډون یوه محافظتي کمېټه هم جوړه کړې چې دوه ورځې وړاندې یې خپله لومړنۍ غونډه وکړه.

اغلې نهان زیاته کړه چې د دغې کمېټې د پرېکړو په عملي کېدو کې به امنیت شورا له دوی سره بشپړه همکاري کوي.

راپور: رحمت‎الله افغان