د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د افغانستان دفاع وزارت د داعش له‌خوا د ځینو کانونو کېندل تأیید کړل


د افغانستان دفاع وزارت د «ګلوبل وټنس»​ مؤسسې د راپور د تأيید ترڅنګ وايي، د اسلامي دولت ډله یا داعش د ننګرهار په شمول په ځینو ولایتونو کې کانونه کېندي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، اسلامي دولت نومې ډلې «داعش» په افغانستان کې د ځينو کانونو په کېندلو پیل کړی دی.

ښاغلي رادمنش چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» یې له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل، د داعش تر څنګ د دولت نورې وسله‎والې مخالفې ډلې هم د افغانستان له کانونو ګټه اخلي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي د «ګلوبل وټنس» مؤسسې د وروستي راپور په اړه چې ویلي دي «داعش په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي دي.» وايي:

"موږ هم دا نظر تأییدوو چې داعش او نورې مخالفې ډلې تل په همدې برخه کې خپلې هڅې لري چې سرمایه ترلاسه کړي او بیا د همدې پیسو له لارې وسلې او چاودېدونکي توکي له افغانستانه بهر وپېري."

دا په داسې حال کې ده چې د «ګلوبل وټنس» په نوم یوې غیر دولتي نړیوالې مؤسسې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، داعش د عربستاني او پاکستاني انجنیرانو په مرسته په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي دي.​

د دغې مؤسسې په راپور کې د ځینو کسانو په حواله چې هویت‌یې پټ ساتل شوی راغلي دي، اسلامي دولت ډلې یا داعش د ننګرهار په ځینو سیمو کې ماشینونه او نور تجهیزات ځای پر ځای کړي او عملاً یې د قیمتي ډبرو ایستل پیل کړي دي.

دغو افغانانو «ګلوبل وټنس» ته ویلي دي، داعش هغه سیمې نیولې دي چې هلته کانونه دي.

د طالبانو یوه قوماندان چې نوم‎یې نه‎دی اخیستل شوی «ګلوبل وټنس» مؤسسې ته ویلي دي له داعش سره د دوی جنګ د کانونو په سر دی.

د کانونو وزارت له ویاند عبدالقدیر مطفي سره په‎دې اړه د ازادي راډيو اړیکه وصل شوه، خو ښاغلي مطفي وویل د افغانستان د کانونو وزارت به په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې خپل نظر څرګند کړي.

بل‎خوا د افغانستان د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې د کمېسیون رئیس صفي‎الله مسلم وايي، د افغان دولت ټولې وسله‎والې مخالفې ډلې د دغه هېواد د کانونو څخه استفاده کوي.

د ده په وینا اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د کنټرول لاندې سیمو کې د ځینو کانونو په کېندلو لاس پورې کړی دی.

ښاغلي مسلم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل:

"په ننګرهار کې ځيني شواهد او د خلکو څرګندونې ښکاروي چې داعش د خپل کنټرول لاندې سیمو کې له کانونو استفاده کوي، موږ څو ځله د کانونو وزارت چارواکي په همدې اړه خپل کمېسیون ته راغوښتي، دوی راغلل، خو زموږ اندېښنو ته‎یې ځواب نه‎لرلو، څلور اوونۍ کېږي چې دوی ته مو بیا بلنه ورکړې، خو تر اوسه موږ ته هېڅ ځواب نه‎دی راکړل شوی."

نوموړی وايي، د ننګرهار ولایت تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کې هم کانونه د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا کېندل کېږي.

افغانستان د طبیعي سرچینو زیات کانونه لري چې سره زر، مس، لاجورد، نفت او نورې قیمتي ډبرې تشکیلوي.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي، افغانستان د تریلیونونو ډالرو په ارزښت کانونه لري چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د ۳۳ سلنه کانونو قیمت درې تریلیونه ډالره اټکل شوی دی.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG