امریکا یو ډومېن نیولی چې غوښتل‌يې يوه لويه انټرنټي حمله وکړي

د امريکا د عدليې وزارت وايي، پر انټرنټ‌يې يو ډومېن نيولی چې د روسیې د پوځ له استخباراتو سره د تړلي هک‎کرانو پر يوې ډلې یې کنټرول درلود او غوښتل‌يې يوه لويه انټرنټي حمله وکړي.

د دغه وزارت په وينا، ډېر احتمال شته چې دا انټرنټي حمله په اوکراین کې شوې وی.

د عدليې وزارت په وينا، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دغه اقدام هدف دا وو چې د يوې داسې خطرناکې حملې مخه ونیسي چې ښايي د نيم میليون اغېزمن شویو کمپيوټرونو له طريقه هک‎کرانو لويې انټرنټي حملې کړې وی او مهم معلومات‌يې غلا کړي وی.

د اوکراين امنیتي ادارې پرون چهارشنبه سهار خبرداری ورکړی و چې د لوړې کچې انټرنټي حملې احتمال شته.

د امریکا فدرال تحقيقاتي ادارې يا «اېف. بي. ای» ويلي چې د دا ډول حملو د اغېز راکمولو لپاره‌یې مهم اقدامات کړي دي.

«اېف. بي. ای» د ځينو هک‎کرانو د ډلو نومونه ياد کړي چې پر ګڼو حکومتي او حساسو اهدافو په انټرنټي حملو تورنې دي.