د ټرانسپورتي شرکتونو او اتحادیو د تصفیې بهیر پیل شوی

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، د ټرانسپورتي شرکتونو او اتحادیو د تصفیې بهیر یې پيل کړی دی.

د ټرانسپورت وزارت وايي، د خیالي او قانوني شرکتونو له تفکیک وروسته به د معیاري او رسمي شرکتونو نقیله وسایط وتوانېږي چې ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.

د دغه وزارت ویاند حکمت‌الله قوانچ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ټرانسپورت وزارت په همدې موخه د شرکتونو او ټرانسپورتي اتحادیو د تصفیې بهیر پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ټولو شرکتونو د تصفیې لړۍ پیل شوې ده، څو اصلي او خیالي شرکتونه معلوم شي، اوس‌مهال پر يوه ځانګړي ډېټابېس کار روان دی او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به‌یې کار بشپړ شي او له هغه وروسته به د شرکتونو تخنیکي او مدیریتي ظرفیتونو ته په کتو د ثبت او راجسټرېشن بهیر پیل شي، د معیاري شرکتونو په رامنځته کېدو سره به موږ وتوانېږو چې ګاونډیو هېوادونو ته واوړو."

ښاغلی قوانچ وايي، اوس‌مهال په ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ نه ډېر ټرانسپورتي شرکتونه او اتحادیې فعالیت لري چې د څېړنو په بهیر کې یې تر دې مهاله ۱۰۰ لغوه شوي دي.

د ښاغلي قوانچ په خبره، ټاکل شوې چې د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د ټرانسپورتي او ټرانزیتي اړیکو د ښه‌والي لپاره د ازبکستان او تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره دوه اړخیز او درې اړخیز تړونونه هم لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګاونډیو هېوادونو د ټرانسپورتي شرکتونو نقلیه وسایط اوس کولای شي چې خپل سوداګریز توکي افغانستان او له دې ځایه نورو هېوادونو ته انتقال کړي، خو د افغانستان ټرانسپورت د سیمه‌ییزو معیارونو د نه‌لرلو له امله نه‌شي کولای د افغان سوداګرو توکي په مستقیم ډول نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

بل‌خوا د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان د ټرانسپورت وزارت دغه چاره په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ او فقر د کچې د کمولو لپاره اغېزمن بولي.

له دې ډلې تاج محمد اکبر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې دغه شرکتونه ازادانه تګ راتګ ولري د صاداراتو د ډېروالي او ګمارنو د کچې د زیاتوالي لامل کېږي او دا شان د فقر د کموالي سبب هم کېږي. د خوړو خوندیتوب ته هم زمینه مساعدېږي او د تولیدي او کرنیزو محصولاتو کارونه هم ډېرېږی. په هېواد کې تولیدات هم زیاتېږي."

ښاغلی اکبر وايي، ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان ټرانسپورتي تګ راتګ د هغو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا لامل کېږي او د محصولاتو د خرابېدو او د وخت د ضایع کېدو مخه نیول کېږي.

راپور: محمد واصل وصال