د فراه والي: د فراه له ښاره د طالبانو ډله‎ییزه حمله ‏‏‏په شا وتمبول شوه

د فراه والي بصیر سالنګي وايي، افغان ځواکونو د فراه له ښاره د طالبانو ډله‎ییزه حمله ‏‏‏په شا وتمبوله.

هغه نن د چهارشنبې په سهار ازادي راډيو ته وویل، افغان ځواکونو وسله‎وال طالبان پرېنه‎ښودل چې د مهمو سیمو کنټرول په لاس کې واخلي.

ښاغلي سالنګي زیاته کړه:

"طالبانو ماته خوړلې ده. په ښار کې د هغوی جسدونه پاتې دي. افغان او امنیتي دفاعي ځواکونو په پراخو حملو سره طالبان له ښاره وایستل."

د فراه والي وویل چې شاوخوا دوو زره وسله والو طالبانو په پرونۍ ډله ییزه حمله کې لاس درلود.

د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په پرونیو بریدونو کې ۱۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په پرونیو بریدونو کې د ۲۶ افغان پوځیانو او لسو ملکیانو وژل کېدل هم تأیید شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا له ازادي راډیو سره د فراه د والي خبرې ردوي او وايي چې وسله وال طالبان لا هم د فراه په شاوخوا کې حضور لري.

جمهوري ریاست وايي، پرون سې شنبه ماښام ولسمشر د یوې امنیتي غونډې پر مهال چارواکو ته د فراه د وضعیت د کنټرول په اړه د بېړنیو اقداماتو امر وکړ.

  • پخواني معلومات

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د فراه مرکز د افغان حکومت تر کنټرول لاندې دی او د طالبانو د وروستیو بریدونو د په شا تمبولو لپاره فراه ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، جګړه د فراه ښار په شمال او لوېدیځو څنډو کې روانه ده.

د ښاغلي رادمنش په وینا د ملي اردو کمانډو او ځانګړي ځواکونه فراه ښار کې ځای پر ځای شوي دي او د وسله‎والو د ګواښونو په دفع کولو بوخت دي.

د فراه ولایت به هېڅ‎کله سقوط ونه‎کړي.

د ښاغلي رادمنش په وینا افغان هوايي ځواک هم د وسله‎والو پر اهدافو بریدونه کوي او امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ښار د پخوانۍ ۷۰مې فرقې، د فراه د محبس، د ولایت د ودانۍ او نورو مهمو سیمو شااوخوا تحکیمات کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

په فراه ښار کې څه تیریږي

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت هم پر خپل ټویټرپاڼه کې ویلي چې د فراه ښار د افغان حکومت په کنټرول کې دی او د امریکا هوايي ځواک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ وسله‎وال طالبان په نښه کړي دي.

بل‎خوا د سې شنبې د ورځې په ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وسله‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هم د فراه وضعیت د بحث مهمه موضوع وه.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې غونډه کې د فراه پر تازه وضعیت خبرې وشوې او دغلته د شتو ګواښونو د له‎منځه وړلو لپاره ولسمشر اړوند ادارو ته لارښوونې وکړي.

شاه حسین مرتضوي

​ښاغلي مرتضوي د فراه د سقوط اندېښنې رد کړې او ویې ویل:

"دا اندېښنه هېڅ نه‎شته، د فراه ولایت به هېڅ‎کله سقوط ونه‎کړي، هغه ګواښونه چې د سې شنبې په ورځ موجود وو، د ځواکونو په ور رسېدو اوس دا ګواښونه لیرې شوي دي او اوس دغلته وضعیت د مدیریت وړ دی. د بېلابېلو سیمو ځواکونه فراه ته رسېدلي دي."

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش هم ټینګار وکړ چې د فراه ښار به سقوط ونه‎کړي، خو ویې‌ویل چې د فراه پر مرکز برید د ساده او عادي وسله‎والو کار نه‎دی، بلکې د سیمې استخبارات‌یې په سر کې دي.

محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"دا د ساده او عادي خلکو کار نه‎دی، متأسفانه له هېواده بهر ورسره داسې متخصصان دي چې هغوی په جګړه کې تجربه لري چې په فراه ولایت کې یې خلک له ګواښونو سره مخ کړي دي."

جنرال رادمنش د کوم مشخص هېواد نوم یاد نه‎کړ، خو افغان سیاسي څېړونکی ارشاد رغاند وايي، د افغانستان حکومت پوهېږي چې د فراه په وروستیو ګډوډیو کې څوک لاس لري؟

د فراه پر مرکز برید د ساده او عادي وسله‎والو کار نه‎دی.

د نوموړي په وینا افغان چارواکو د ځینو خپل‎منځي مجبوریتونو له مخې په‎دې برخه کې په څرګنده د دریځ له نیولو ډډه کوي.

ښاغلی رغاند زیاتوي:

"دوی د همدې مجبوریتونو له مخې په مشخص ډول د چا نوم نه‎شي اخیستلی، که څه هم څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت رئیس په یوه مرکه کې ایران د وسله‎والو په ملاتړ تورن کړ چې دا د حکومت د یوې لوړې سرچینې له‎خوا ایران ته ګوته نیول و، خو متأسفانه ښايي ځیني مجبوریتونه د دې سبب شوي وي چې حکومت دا ادعا تعقیب نه‎کړای شوه."

افغان سیاسي څېړونکی ارشاد رغاند

ښاغلي رغاند ایران ته د افغانستان د دفاع د وزیر وروستي سفر ته په اشارې وویل، داسې ښکاري چې په‎دې سفر کې افغان او ایراني لوری پر شتو امنیتي مسئلو کومې سلا ته ونه‌رسېدل او ښايي دې هم د فراه د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې رول لوبولی وی.

وسله‎والو طالبانو وړمه شپه له بېلابېلو لورو د فراه پر ښار بریدونه پیل کړل چې پرون د سې شنبې د ورځې په پیل کې یې د ښار ځینې سیمې ونیولې.

دا تر هغې راوروسته چې طالبانو د پسرلي په پیلېدو د الخندق په نوم عملیاتو اعلان کړی، د یو ولایت مرکز ته تر ټولو لوی ګواښ دی چې د دې وسله‎والې ډلې له‎خوا پېښېږي.