فعالان: له هلمنده د کابل پر لور د جنګ خلاف حرکت د سولې لپاره اغېزمن دی

د کابل او هلمند ولایتونو د مدني ټولنې او بشري حقونو ځیني فعالان له هلمند ولایته د کابل پر لور د جنګ خلاف حرکت، د سولې لپاره اغېزمن ګڼي.

دا فعالان د جنګ پر ضد د هلمند ولایت د تحصن کوونکو د نوي حرکت هرکلی کوي او وايي، دغه حرکت کولای شي چې خلک د سولې په اړه فکر کولو ته وهڅوي او د جنګ پر وړاندې د اعتراض لمن پراخه کړي.

د هلمند ولایت د مدني ټولنې یو فعال عطاالله ویسا د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، دغه حرکت ښيي چې خلک سولې ته د رسېدو په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او نور به د ناامنیو پر وړاندې غلی پاتې نه‎شي.

نوموړی وايي:

"دوی تصمیم نیولی چې د مرکز پر لور حرکت وکړي، د دې لپاره چې ټول ځوانان او ولسونه ترې فکر او الهام واخلي چې موږ د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تیار یو، دا قرباني که پلی تګ، اعتصاب، تحصن او که پرلت وي، له دې ټولو لارو ځوانان خپلې هڅې کوي چې هېواد ته سوله راولي."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې لپاره د اعتراضونو، د تحصن د خیمو د درولو او د نه‌خوړو د اعتصابونو په دوام، یو شمېر هلمندي ځوانان چې د سولې غوښتنې پیغام لېږدوي له هلمنده د کابل پر لور پلي راروان شوي دي.

د هلمند والي حیات‎الله حیات د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه کاروان د یکشنبې په ورځ د کابل پر لور روان شوی او هدف‌یې دا دی چې د افغانستان د خلکو او نړیوالو پام ورواړوي چې افغانان له جنګه ستړي شوي او هڅه کوي چې له هرې ممکنې او قانوني لارې، په جنګ کې ښکېلې خواوې سولې ته وهڅوي.

د هلمند والي حیات‎الله حیات

په هلمند ولایت کې شااوخوا دوه میاشتې مخکې د یوې مرګونې حملې وروسته، د دغه ولایت ځینو اوسېدونکو د ناامنیو پر وړاندې د اعتراض په توګه د تحصن خیمه ودروله او په جنګ کې یې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د جنګ پر ځای دې د سولې لاره ونیسي.

له دې وروسته یو شمېر خلکو په کابل، زابل، هرات، ننګرهار، کندهار او فراه ولایتونو کې د هلمند له تحصن کوونکو سره خپل ملاتړ څرګند او یاد هدف ته د رسېدو لپاره د پرلت خیمې ودرولې.

د هلمند ځوانانو د سولې په هدف د کابل په لور په پښو حرکت وکړ

دغو تحصن کوونکو ویلي، تر هغې چې اوربند ټینګ نه‎شي، خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د بشري حقونو فعال جاوید شکېب وايي، دغه نوی حرکت کولای شي په جنګ کې پر ښکېلو ټولو اړخونو اغېز وکړي.

نوموړی وايي:

"دا یو داسې اقدام دی چې فکر کوم د افغانستان پر خلکو او په هغو ډلو چې په یوه ډول په سیاسي تعاملاتو کې ښکېل دي، اغېز وکړي. زما په نظر اوس باید د نړیوالې ټولنې او بنسټونو پر ځای د افغانستان د سولې لپاره تمرکز په خپله پر افغانانو وشي، ځکه اصلي قربانیان همدوی دي."

د سیاسي چارو پوه یونس فکور

د سیاسي چارو پوه یونس فکور دغو اعتراض او تحصونونو ته د حکومت او طالبانو نه‌پاملرنې ته په کتو وايي، په افغانستان کې داسې اخلاق نه‌شته چې د مدني او سوله غوښتونکو حرکتونو ملاتړ وشي او غږ یې واورېدل شي.

ښاغلی فکور وايي، په‎کار ده چې د جګړې ښکېلې غاړې د دوی غږ واوري او د بین‎الافغاني سولې ټینګښت ته خپل تیاری وښيي.

راپور: خان محمد سیند