باجوه: پر پاک-افغان پوله اغزن تار لګول به د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، د پاکستان او افغانستان پر پوله د اغزن تار غځول به د پولې په اوږدو کې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر «ISPR» له‎خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د بلوچستان ایالت په پنج‎پای سیمه کې د افغانستان پر پوله د اغزن تار د غځولو د پروسې له روان بهیره د کتنې پر مهال کړي.

خبرپاڼه کاږي چې جنرال باجوه په سیمه کې د اغزن تار غځولو د پروسې د لیدنې پر مهال پر پاک-افغان پوله د دغه تار غځول مهم بللي او ټینګار یې کړی:

"پر پوله اغزن تار لګول به د پولې په اوږدو کې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي."

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

پاکستان او افغانستان شااوخوا ۲۶۰۰ کېلو متره اوږده ګډه پوله لري چې د ډیورند کرښې په نامه یادېږي او په دواړو غاړو کې یې پښتانه مېشت دي.

د پاکستان پوځ له تېر کال راهیسې پر دغه پوله د اغزن تار غځولو او په ځینو سیمو کې د خندقونو کېندل پیل کړي او د دې کار دلیل پر پوله د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی یادوي، خو افغان حکومت بیا له‎دې کار سره مخالفت څرګند کړی او ټینګار کوي چې پر پوله اغزن تار د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نه، بلکې د کرښې په دواړو غاړو کې د پرتو ولسونو د بېلولو لپاره لګول کېږي.

پوځ تر هغې وروسته پر ډیورند کرښې د اغزن تار لګولو پروسه پیل کړه چې افغان حکومت او امریکا بیا بیا تور ولګاوه چې ترهګر د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي او له پاکستانه‌یې وغوښتل چې پر خپله خاوره دې د افغان طالبانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې د ځپلو لپاره کوټلي اقدامات وکړي.

پاکستان د ترورېستانو د مخنيوي لپاره پر ډيورند کرښه خندق کېندي

خو پاکستان بیا د افغان حکومت او امریکا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره‌یې د ترهګرو پر ضد په پوځي عملیاتو کې ټول ترهګر ځپلي او د هغوی شبکه‌یې له‎منځه وړې ده.