د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

پاکستان د ترورستانو د مخنيوي لپاره پر ډيورنډ کرښه خندق کيندي


په کوټه کې د پاکستان سرحدي ځواک وايي، د دوي له افغانستان سره پر ډيورنډکرښه تر څلورنيم سوه زیات کېلومتره خندق کيندي، ترڅو د دوي په خبره پردې کرښه د ترورستانو، قاچاقبرو او غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیسي. خو په کوټه کې مېشت پښتانه سیاستوال او پردې کرښه کاروباريان بیا ددې کرښې غندنه کوي.

په کوټه کې د پاکستان د سرحدي ځواک يا ملېشه و له مرکزي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دوي د پاکستان او افغانستان پر پوله شاوخوا څلورسوه اتیا کېلومتره اوږد خندق کيندل پېل کړی، چې د دوي په خبره له دې سره به د پولي دواړو غاړو ته د ترورستانو، قاجاقبرو او غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

دغه خندق يا کنده اته فوټه ژوروالی او لس فوټه اوږدوالی لري، چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو په خبره د درې نیم سوه کېلومتره په شاوخوا کې يې دا خندق مکمل کړی هم دی او پاتې شاوخوا سل کېلومیتره به په نيژدې راتلونکې کې مکمل کړي.

خو په کوټه کې مېشت سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدرعثمان خان کاکړ بیا وايي، دوي د دې خندق د کيندلو غندنه کوي او زیاتوي ترورستان او قاچاقبر په غرونو کې نه بلکې پر سمو پخو سړکونو تګ راتګ کوي:

″دا پالیسي د ایف سي نه ده نه د ملېشې ده. دا اسلام آباد کړې ده او دوي چې وايي، دلته قاچاقبر يا ترورستان راځي، دا ګردې غلطې دي.

د هیروینو قاچاقبران، د وسلې او د نور منشیاتو وال ګرد پردغه چينو را روان دي.

د ایف سي په پوستو راتېرېږي. له دې خوا ازاد او جمهوري افغانستان ته ترورستان پر همدغو پوستو او پخو سړکونو ځي. نو داهسې مازې يوه بهانه ده چې دوي يې کوي.″

عثمان خان کاکړدا پرېکړه په کوټه کې د ملېشه و نه بلکې د اسلام اباد پرېکړه بولي او زیاتوي، اسلام اباد باید له داسې کړنو څخه لاس واخلي.

د کاکړپه خبره تردې وړاندې هم د لر او بر پښتنو د دې کار غندنه کړې او اوس يې هم په سختو ټکيو کې غندنه کوي:

″څو کاله مخکې هم دوي ویل چې پردې کرښه اغزن تار لګوو. هغه وخت هم لر او بر پښتنو افغانانو د دې غندنه کړې وه او له منلو يې انکار کړی وو. دوي دا واک نه لري چې داسې کار وکړي. ددوي دا کار يو څوک هم نه مني او نه پرې خوشال دي. يو قبیله دلته پرته ده. کلی يې دې غاړې ته دی، هیدره يې هغه بلې غاړې ته دی. زميندارانې دي، د خلکو تګ راتګ دی، ژوند دی. او يو وطن دی. ″

هلته له ډيورينډ کرښې سره څېرمه د چمن سیمې يو اوسېدونکې رمضان چې په دې پوله د يوه لغړي په هیث خپل روزګار کوي، مشال راډيو ته وویل، له دې خندق څخه به د زرګونو پښتنو ځوانانو روزګار خراب شي:

″دا پوله په هیڅ وخت کې دومره نه دی سخت شوی. که د شوروي دور وو، که د داود وو، که د خلقيانو وو، که د مجاهدو او که د طالبانو وو. پاکستان چې اوس دا کارکړی نو دا يې يواځې زموږ د روزګار د ختمولو لپاره داسې کړي. پاکستان که ترورستان بندوي نو خو دا دی خپله يې دلته روزي او هلته يې استوي، هغه دي بند کړي. له دې کار سره به يواځې دوي دا پښتانه بېروزګاره کړي او ترورستاني ته به يې مجبور کړي.″

د ویلو وړده چې؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډيورينډ کرښه ۲۴۳۰ کېلومتره اوږدوالی لري، چې په شاوخوا کې يي دواړو غاړو پښتانه مېشت دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې دا وخت په بلوچستان کې په واک کې دی او په مرکزکې د واکمن ګوند مسلم لیګ ن ملګري دي.

XS
SM
MD
LG